تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لمونځ ګناهونه د پاڼو په څېر رژوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2021
  0
 
لمونځ ګناهونه د پاڼو په څېر رژوي
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
عن ابي ذر (رضي الله عنه) ان النبي(صلی الله عليه وسلم) خرج في الشتآء والورق يتهافت فاخذ بغصن من شجرة  قال فجعل ذالک الورق يتهافت فقال يا اباذر ! قلت  لبيک يارسول الله (صلی الله عليه وسلم) ! قال ان العبد المسلم  ليصلي  الصلوة  يريد بها وجه الله فتهافت عنه ذنوبه کما تهافت هذا الورق عن هذه الشجرة.
 
 
ژباړه : د ابي ذر (رضي الله عنه) څخه روايت  دئ، چي يوه ورځ نبي عليه السلام په ژمي  کي راووتى د درختو پاڼي تويېدلي، نبي (عليه السلام)د درختي يو ښاخ ونيوى وې څنډی بيا يې وويل: اې ابوذره! مؤمن مسلمان چي په اخلاص  سره  لمونځ کوي داسي يې ګناهونه  تويېږي لکه د دې درختي پاڼي چي تويېږي.
 
 
فايده:  په ژمي کي د درختو پاڼي داسي تويېږي، چي يوه پاڼه  هم پر درخته نه پاتېږي. د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ارشاد دئ، چي مسلمان په اخلاص سره لمونځ وکړي يوه ګناه يې هم نه پاتېږي بلکي ټول بخښل کېږي. خو د دې سره يوه خبره د يادولو  وړ ده، هغه دا ده چي  علماوو  د آيتونو او حديثونو  څخه داسي تحقيق  کړى دئ، چي کوچني ګناهونه په لمانځه سره بخښل کېږي او لوي ګناهونه د توبې  پرته  نه بخښل  کېږي، نو که څوک لوى  ګناهونه  لري  نو په همدې وجه د لمانځه تر څنګ  د توبې کښل  او استغفار ويل هم اړين دي، بايد اهتمام يې وسي او ترې غافله نه سي. چا ته  چي الله(جل جلاله) لوی ګناهونه هم وربخښي  دا خو لويه  خبره ده.
 
ماخذ : دلمانځه فضایل 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته