تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کفارو سره د مشابهت پنځمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب ياڼه
  March 3, 2021
  0

د کفارو سره د مشابهت پنځمه برخه 

 

رالیږلونکي /عبدالسلام حنفي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

له کافرانو سره د مشابهت  د نارواولي دلیل 

 

دین اسلام  پوره  سپیڅلي  او پاک دین دي  د ټولو ادیانو  او شریعتونو ناسخ دي دین اسلام  خپلو  پیروانو  ته اجازه نه ورکوي چې ناقص  او منسوخ دین مشابهت  غوره کړي د پردو مشابهت غوره کول د غیرت  هم خلاف دي که څوک يي لري، لکه څنګه  چې د هر دین او امت  حقیقت  بیل  دي دغه رنګه د هر یوه  صورت  او بڼه  هم بیله ده په نړۍ کي ظاهري شکل  او صورت  د پیژندلو لاره ده کله چې یو قوم له بل قوم څخه بیلوي  نو د ظاهري ژوند  په بنیاد باندي بیل ګڼل کیږي .


 چې یو قوم  د بل  قوم  ځانکړتیاوي او خویونه  او د هغوي  صورت  او بڼه  غوره کي نو د دوي  خپل ځاني قومیت او استقلال نیستي کیږي  او ښکاره  خبره ده چې خپل  قومیت  او خپل  شخصیت  د بل په قومیت او شخصیت  کي نیستي کول سراسر د غیرت خلاف کار دي اسلام  یو کامل دین دی .لکه څنګه  چې په عقائدو او عباداتو  کي مستقل  دي د هیچا تابع  او پیرو نه دي دغه رنګه  اسلام  په خپله  ټولنه او اخلاقو  کي هم ځان  ته استقلال لري  د هیچا  تابع  او غاړه ایښودنکي نه دي په هیڅ  حکومت کي دا نه ده روا چې د هغه پاچهي  فوځ د دښمنانو د فوځ لباس او بیراغ وکاروي  یا دې خپل  فوځ  له یو ډلګۍ  سره د دښمن بیراغ وکاروی  کوم فوځ  چې داسي  لاره غوره کي د هغه سره د پریکولو  قابل ګڼل کیږي .


دغه رنګه حزب الله یعني :د الله جل جلاله  ډله مسلمانانو ته  دا اجازه  نه ورکوی  چې د حزب الشیطان د شیطان  د ډلي  هیئت  غوره  کي ، چې د ده په لیدلو  سره لیدونکي نه پوهیږي  چې دا څوک دي  مسلمان دي که کافر یا مثال  ته يي فرض که یو ډله له حکومت  څخه بغاوت کوي او هغه  ډله خپل  ځان  ته یو بیل  نشان  غوره کوي  خو د حیرانتیا  ځاي دادي چې یوه برطانوي یا امریکايي  حکومت ته دا حق شته چې د بل هیواد بیراغ یا نشان اختیارول  جرم  وګڼي . 


نو آیا الله جل جلاله او رسول الله صلي الله علیه وسلم ته به دا نه وي  چې د الله جل جلاله  د دښمنانو  مشابهت د جرم وګڼي ؟
 نو بیشکه څوک چې د الله جل  جلاله د د ښمنانو په څیر خپل لباس ، او عادات جوړ کړي  هغه د الله جل  جلاله  د دښمنانو له ډلي څخه بلل کیږي ، نو ځکه اسلام خپلو پیروانو ته اجازه نه ورکوی چې د پردو جامه او لباس یا عادات خپل کړي ، نو لکه څنګه چې اسلام له کفر جلا دي همدغه رنګه اسلام غواړي چې د اسلام پلویان د هم له کفارو جلا وي.

 
  ادامه لري .....


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته