تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اعتكاف مفسدات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2022
  0
د اعتكاف مفسدات  
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 ځيني شيان اعتكاف فاسدوي چي دلانديني شيانو څخه عبارت دي .
 
يادونه: لاندي چي كومي مسئلې ذكر كيږي هغه د واجب يا سنت اعتكاف سره تعلق لري د نفلي اعتكاف سره تعلق نه لري.( هذا كله في الاعتكاف الواجب ما في النفل فلا باس بان يخرج بعذر و نهى في ظاهر الرواية هندية صـــ۲۱۳ ج ۱.)
 
كه معتكف داړتيا پرته دمسجد څخه ووزي اعتكاف يې فاسديږي ؟
د معتكف لپاره بيله شرعي او طبعي ضرورت څخه د هغه مسجد څخه چي دي پكښي معتكف وي نه د شپې او نه د ورځي وتل جائز دى، هر وخت به په مسجد كي اوسي. ( فمنها الخروج من المسجد فلا يخرج المعتكف من معتكفه ليلا و نهارا الا بعذر و ان خرج من غير عذر ساعة فسد اعتكافه في قول ابي حنيفة -رح- هنديه صـ۲۱۳ ج ۱.)
 
كه معتكف دمسجد څخه ووزي اعتكاف يې فاسديږي ؟
معتكف كه بيله شرعي او طبعي ضرورته د مسجد څخه په قصد يا په هيره ووتى په هر حال كښي يې اعتكاف فاسديږي.( فمنها الخروج من المسجد فلا يخرج المعتكف... سواء كان الخروج عامدا او ناسيا هنديه صــ۲۱۲ ج ۱.)
 
معتكف كولاى چي فاتحې يا دمريض پوښتني ته ولاړسي ؟
كه د معتكف د قريبانو څخه يو څوك ډير سخت مريض يا وفات سو، نو د معتكف په ورتګ سره د معتكف اعتكاف ماتيږي، البته كه مريض د معتكف ماسېوا بل څوك د پوښتني نه درلودى او مريض تر داسي حاله ورسيدى چي د مرګ بيره يې وه، او يا د معتكف قريب وفات سوى وو د معتكف ماسېوا بل څوك يې د غسل، كفن او ښخولو نه درلودى نو په دغه صورتو كښي معتكف د اعتكاف څخه تللاي سي، خو قضاء به يې وروسته راګرځوي.( و بما قررناه ظهر القول بفساده فيما اذا خرج لانهدام المجسد...او لعذر المرض...او خرج لجنازة و ان تعينت عليه...بل قد يجب عليه الافساد اذا تعينت عليه صلوة الجنازة البحر الرائق صـ۴۷۵ج۲.)
 
معتكف دمړى دتكفين اوتجهيز لپاره دمسجد څخه وتلاى سي ؟
كه معتكف د مړي د غسل، يا د جنازې، يا د جنازې لمونځ وركولو، يا پر چارپايي باندي د وړلو، يا د مړي په ښخېدلو كښي د شريكېدو لپاره د مسجد څخه د باندي وو ځي نو اعتكاف يې فاسديږي.( ولو خرج لجنازة يفسد اعتكاف و كذا لصلاتها لو تعينت عليه الخ هنديه صــ۲۱۲ ج ۱.)
 
كه معتكف داړتيا لپاره دمسجد څخه وواتئ يو چا ودرېدو ته مجبور كړئ نو...
كه معتكف د شرعي يا طبعي ضرورت په خاطر د مسجد څخه د باندي ووځى په لار كښي يې پوروړي يا بل يو حق دار ئې ودروي او معتكف هم ودريږى، نو د امام ابو حنيفه -رح- په نزد دده اعتكاف فاسد سو ځكه د معتكف لپاره په كار داوه چي په رفتار كښي يې جواب وركړي واي، يا يې مسجد ته راغوښتى واي ځكه د يو څو شيبو په دريدلو سره هم اعتكاف فاسديږي.( فاذا خرج لبول او غائط لا باس بان يدخل بيته و يرجع الى المسجد كما فرغ من الوضوء و لو مكث في بيته فسد اعتكافه و ان كان ساعة عند ابي حنيفة -رح-. هنديه صــ ۲۱۲ ج ۱.)
 
كه معتكف دمريضۍ په وجه كورته ولاړئ اعتكاف يې ماتيږي ؟
كه معتكف په خپله ناجوړه سو اوپه مسجد كي اوسيدل ورته مشكل سو نوكورته تلاى سي كه څه هم اعتكاف ماتيږي ليكن  ګنهكار نه بلل كيږي. (او لاداء شهادة او لعذر المرض....الكل عذر مسقط للاثم الخ  بحر الرائق صــ۴۷۵ ج ۲.)
 
معتكف دلوى خطر په وجه اعتكاف پرېښول جائزدي ؟
كه معتكف ته د مال او ځان قوي خطره پيښه سي او معتكف د اعتكاف په حال كښي د دفع قدرت هم نه لري په دغه صورت كي معتكف كورته تلاى سي او ګنهكار هم نه بلل كيږي، البته اعتكاف يې ماتيږي.  (و بما قررناه ظهر القول لفساده فيما اذا خرج لانهدام المسجد....او خاف على متاعه كما في قاضي خان....الكل عذر مسقط للاثم  البحر الرائق صـ۴۷۵ ج ۲.)
 
كه يوچا معتكف دمسجد څخه په زوره وايستئ اعتكاف يې فاسديږي ؟
كه معتكف يو حاكم يا غير حاكم دمسجد څخه په زوره را وايستى نو اعتكاف فاسديږي ،ليكن معتكف ګنهكار ندى.(او لتفرق اهله او اخرجه ظالم او خاف على متاعه .... الكل عذر مسقط للاثم  بحر الرائق صــ۴۷۵ ج ۲.)
 
كه دمسجد دنړېدو ډېره بېره وه معتكف دمسجد څخه وتلاى سي ؟
د معتكف لپاره د مسجد د نړيدلو يا د يو كوچني د اوبو په څاه كي د لوېدلو يا په اور كښي د لويدلو په وخت كي د مسجد څخه وتل ګناه نده بلكه دځان ساتلو په غرض واجب دى وتل يې كه څه هم اعتكاف يې ماتيږي.(و بما قررناه ظهر القول بفساده فيما اذا خرج لاتهدام المسجد....او لانقاذ غريق او حريق...فاعتكافه فاسد اذا خرج ساع. البحر الرائق  صـ۴۷۵ ج ۲.)
 
كه معتكف په هيره دمسجد څخه وواتئ خوسم دستي مسجد ته بېرته داخل سو اعتكاف يې فاسديږي ؟
كه معتكف په هيره سره د باندي ووتى يعني دا يې نه وه په ياد چي زه په اعتكاف كښي يم نوكه يې بيا دستي وروسته اعتكاف ور په ياد سو نو اعتكاف يې فاسديږي.( لو اريد مطلقة فكان الخروج ناسيا او مكرها غير مفسد لكونه عذرا شرعيا و ليس كذلك بل هو مفسد كما صرحوا به البحر الرائق صـ۴۷۴ ج ۲. )
 
كه معتكف دشپې يا دورځي كور داري وكړي نو؟
د اعتكاف په حال كښي په كورداري كولو سره كه د شپې وي كه د ورځي، په قصد سره وي كه په هېره سره، انزال سي او كه نه سي انزال په هر حال كښي يې اعتكاف فاسديږي. (و اذا جامع المعتكف امراته ليلا او نهارا عامدا او ناسيا فسد اعتكافه قاضي خان صـ۲۲۲ج ۱ هنديه.)
 
كه معتكف دخپلي ښځي سره په غير محل كي جماع وكړي
كه معتكف د خپلي ښځي د فرج (شرمګاه) ماسوا د هغې د بدن په بله حصه اخته سي، نو كه انزال سي اعتكاف فاسديږي او كه انزال نه سي اعتكاف يې نه فاسديږي. (و ان باشر فيما دون الفرج فانزل فسد اعتكافه و ان لم ينزل لا يفسد قاضي خان على هامش هنديه صـ ۲۲۲ ج ۱.)
 
كه معتكف پردۍ ښځي يا نارينه ته په شهوت وګوري نو ..
كه معتكف يوې پردۍ ښځي يا يوه نارينه ته د شهوت په نظر وګوري نو په دغه سره اعتكاف نه فاسديږي كه انزال سي او كه نه سي انزال.(ولو امنى بالتفكير و النظر لا يفسد اعتكافه هنديه صـ۲۰۳ ج ۱.)
 
كه معتكف ديو چا سره جنګ وكړي اعتكاف يې فاسديږي ؟
 معتكف كه د يو چا سره جنګ وكړي او ښكنځل وكړي اعتكاف يې نه فاسديږي ليكن ګنهكار دى.  (و لا يفسد الاعتكاف سباب و لا جدال قاضي خان على هامش هنديه صـ۲۲۳ ج ۱.)
 
كه معتكف دمسجد څخه يوازي  سر يالاس را وايستئ نو؟
كه معتكف په مسجد كښي وي يواځي سر يا لاس يې د مسجد څخه د باندي را وايستي، نو اعتكاف يې نه فاسديږي.(و لا باس للمعتكف ان ينام في المسجد او يخرج راسه من المسجد الى بعض اهله ليغسله قاضي خان على هامش هنديه صـ۲۲۳ ج ۱.)         
 
معتكف ته دډوډۍ راوړلو لپاره وتل جائز دي ؟
 د معتكف لپاره د ډوډۍ راوړلو لپاره د مسجد څخه وتل جائز نه دي البته كه ووتى اعتكاف يې فاسديږي نو په كار دادي چي دا نور د محل خلګ يې په خپله د  ډوډۍ د راوړلو انتظام وكړي. (قوله و اكله و شربه و نومه و مبايعته فيه يعني يفعل المعتكف هذه الاشياء في المسجد فان خرج لاجلها بطل اعتكافه لانه لا ضرورة الى الخروج حيث جازت فيه البحر الرائق صـ۴۷۶ج ۳.)
 
 
كه معتكف سخت تږى سي وتل ورته جائزدي ؟
كه معتكف ډير تږى سو په مسجد كښي اوبه نوې او يو بل راوړونكى هم نوو نو خپله هم د مسجد د باندي چيري چي اوبه وي راوړلاى يې سي او كه لوښى نوي هلته يې هم څيښلاى سي. (و قيل يخرج بعد الغروب للاكل و الشرب و ينبغي حملها ما اذا لم يجد من ياتي له فحينئذ يكون من الحوائج الضرورة كالبول و الغائط البحر الرائق صـ۴۷۶ ج ۳)
 
كه معتكف قصداً روژه ماته كړي اعتكاف يې فاسديږي؟
كه معتكف په قصد سره روژه ماته كړي نو اعتكاف ئې هم ورسره ماتيږي يعني د روژې د فاسدېدو سره اعتكاف هم فاسديږي او په هيره سره روژه نه ماتيږي.( ... و ان اكل او شرب ليلا لم يفسد اعتكافه و ان اكل نهارا فان عامدا فسد لفساد الصوم و ان ناسيا لا لبقاء الصوم البحر الرائق صـ۴۷۷ج ۳.)
 
كه معتكف ته احتلام (شيطان خطايستل) پيښ سي نو ؟
په احتلام سره هغه كه د ورځي وي كه د شپې، يو ځلي وي كه ډېر ځله اعتكاف نه فاسدوي. (...و غسل لو احتلم و لا يمكنه الاغتسال في المسجد الدر المختار صـ۵۰۱ ج ۳.)
 
كه معتكف غلاوكړي اعتكاف يې فاسديږي ؟
كه معتكف د چا شى غلا كړي يا يې بيله اجازې يو شى وخوري يا يې وڅيښي اعتكاف يې نه ماتيږي البته ګنهكار دى.( و اذا سكر المعتكف ليلا لم يفسد اعتكافه لانه تناول محظور الدين لا محظور الاعتكاف كمالو اكل مال الغير هنديه صـ۲۱۳ ج ۱.)
 
كه معتكف بې سده يا ليونى سي اعتكاف يې فاسديږي ؟
كه معتكف بې سده سو يا ليونى سو يا پيرانانو ونيوى تر دې اندازې پوري چي بالاخره ليونى سو نوكه يې يوه شپه يوه ورځ په دې حال كښي وو اعتكاف يې فاسديږي او كه د يوې ورځي او شپې څخه كم په دغه حال كښي وي نو اعتكاف يې نه فاسديږي.(و قالوا منها الاغماء و الجنون ) نفس الاغماء و الجنون لا تفسد بلا خلاف حتى لا ينقطع ا لتتابع و ان اغمى عليه اياما او اصابه لم يفسد اعتكافه... ثم افاق بعد سنين يجب عليه القضاء هنديه صــ ۲۱۳ ج ۱.)
 
ماخذ:دروژې فضائل او احكام
 
www.taleemulislam.net
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته