تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حضرت بلال رضی اللہ عنه څخه یوه ورځ چا پوښتنه وکړه؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 16, 2021
  0

حضرت بلال رضی اللہ عنه څخه یوه ورځ چا پوښتنه وکړه

 

: چې تا نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) په لومړي ځل څنګه ولیده؟


رالیږونکي : منصور زیار / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

بلال رضی اللہ عنه وایې: ما د مکې خلک ډېر کم پیژندل ولې چې زه غلام وم، او په عربو کې د غلامانو سره سم سلوک نه کېده د ھغوې د استطاعت څخه زیات کار به یې ترې اخیسته. نو ماته دومره وخت نه پیدا کیده چې بهر ته ووځم، او د خلکو سره ملاقاتونه وکړم، لهذا ما ته حضور پاک یا اسلام یا داسې د کوم بل څیز قطعي علم نه وو. یو ځل څه وشول چې زما سخته تبه وه مریض وم.


د سختې يخنۍ موسم وو، او انتهايي يخنۍ او تبې زه ډیر کمزوری کړم، لهذا ما لحاف واغوستو او سملاستم. دلته زما مالک راغی، او لیدل یې چې زه اوربشې اوړه کوم او کنه، ھغه زه ولیدم چی لحاف (څادر) مې اغوستی او پروت یې ولیدم ډیر زیات غصه سو، ھغه را څخه څادر کش کړ او د سزا په طور یې زما کمیس وکاږه او زه یې بھر د کوټې مخې ته کښینولم او ویې ویل اوربشې اوړه کړه.


اوس سخته يخني او تبې ھم نیولی وم، او دومره سخت کار ما ژړل او اوربشې می اوړه کولې، لږ وخت وروسته دروازه وټکیده، ما ورته د راتلو اجازه وکړه یو انتهایي متین او نورانې مخ واله کس راننوت او ویې ویل: ځوانه ولې ژاړي؟

ما ورته په ځواب کې وویل: ځه خپل کار کوه تاته یې څه چې زه د ھرې وجهي ژاړم دلته د پوښتنې خلک ډېر دي خو د مدد واله څوک نسته!

قصه مختصره چې بلال حضور نبی کریم (صلی الله عليه وسلم) ته کافي سختې خبرې وکړي. حضور (صلی الله عليه وسلم) دا خبرې واوریدې او ولاړ کله چی روان سو نو بلال وویل: بس! ما ویل کنه چې پوښتنه ھر څوک کوی خو مددیي ھیڅوک نه کوي.


حضور (صلی الله عليه وسلم) دا خبرې اوریدې او روان وو بلال وایې: په زړه کې مې لږ امید پیداسوی وو چې دا کس به دې څه مدد وکړي ھغه ھم ختم سو. لیکن بلال ته څه پته وه چې چا سره دده اوسنی واسطه راغله دا رحمت العالمین دی.

بلال وایې: لږ وخت وروسته ھغه سړی بیا راغی دده په یو لاس کی ګرم شیدي وي او په بل کې یې کجوري وي. دې ھغه کجوري او شیدي ما ته راکړل او ویې ویل: دا اوڅښه او ویده سه.

ما ورته وویل: دا اوربشې به څوک اوړه کوي؟

که اوړه مې نکړي نو مالک به مې سھار ډیر زیات ووھې ھغه وویل: ته ویده سه دا سھر زما څخه اوړه سوي واخله.

بلال ویده سو، او نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) ټوله شپه د يو حبشي غلام لپاره میچن وچلوه.


سھار یې بلال ته اوړه سوې اوربشې ورکړي او ولاړ.

 

دوھمه ورځ ھم ھمداسې شیدي او دوا یې بلال ته ورکړه او ټوله شپه یې میچن اوکړ. داسې دری ورځې مسلسل یې اوړه کول تر څو چی بلال نه وو روغ سوی.

دا ھغه تعارف وو د چا په زړه کې چې لافانی عشق پیدا سو چې نن ھم بلال ته صحابې رسول وروسته اول ورته عاشق رسول وايې.


ھغه بلال کوم چی یوه ورځ یې آذان ونکه نو الله لمر د راختلو ایسار کړی وو. دې د حضور (صلی الله عليه وسلم) د رحلت څخه وروسته اذان کول بند کړل ولې کله به چې په اذان کې (أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللّٰہِ) ته رسېده نو د نبي کریم (صلی الله عليه وسلم) په ياد کې به سلګو ونیوه او په زار وقطار به یې ژړل.


ماخذ: عبرتناکه کیسی


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته