تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه درې نفره چي هیڅ نیک عمل یې نه قبلیږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 19, 2021
  0


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :ثَلاَثَةٌ لاَ تُقْبَلُ لَهُمْ صَلاَةٌ وَلاَ تَصْعَدُ لَهُمْ حَسَنَةٌ : الْعَبْدُ الآبِقُ حَتَّى يَرْجِعَ إِلَى مَوَالِيهِ فَيَضَعُ يَدَهُ فِى أَيْدِيهِمْ ، وَالْمَرْأَةُ السَّاخِطُ عَلَيْهَا زَوْجُهَا ، وَالسَّكْرَانُ حَتَّى يَصْحُوَ.[البیهقی 1904]


ژباړه: جابر رضي الله فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: درې نفره دي چي لمونځونه یې نه قبلیږي او نیکۍ یې اجابت ته نه پورته کیږي:


۱ – تښتېدلی مریی تر څو چي خپلو بادارانو ته رجوع کوي او خپل لاس  د هغوی په لاس کي ورکوي.


۲ – هغه ښځه چي خاوند یې ورته په خښم وي.


۳ – او نیشه انسان تر څو جوړیږي.


توضيح: يعني دغه درې نفره تر څو د خپلو کارونو څخه لاس وانخلي تر هغه وخته پوري یې نه لمونځ قبلیږي او نه یې هم نور نیک کارونه.


مریی چي د خپل بادار څخه وتښتي تر څو بیرته خپل بادار ته را ستون نسي تر هغه وخته پوري یې نه لمونځ قبلیږي او نه هم بل نیک عمل.


ښځه تر څو د ځانه څخه خپل خاوند خوشاله نکړي تر هغه وخته پوري یې نه لمونځ قبلیږي اونه هم بل نیک عمل.


څوک چي مست او یا نیشه وي ترڅو یې مستي او نیشه نه وي ختمه سوې تر هغه وخته یې نه لمونځ قبلیږي او نه هم بل نیک عمل.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته