تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ويني سره کرويات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 6, 2021
  0

دویني په اړه دترسره سوي څیړنۍ یوه برخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ويني سرى حجري  (Erythrocytes)   په نوم ياديږي چې د ددى مهمه  دنده په وينه کې اوسپني سوررنک ( هيموګلوبين )انتقال ترسره کوي چې ددى هيموګلوبين په وسيله د سږو څخه اکسيجن د بدن نورو نسجونو  ته وړل کيږي اريترووسايټ  (سره کرويات) برسيره د هيموګلوبين د انتقال څخه لږه اندازه اوبه لرونکي مرکب Anhydrate دکاربن تيزاب  bionic car  زياته اندازه لري چې کتاليز په شکل د اوبو او کاربن  داى کسايد د رجعي تعامل دپاره ورڅخه کار اخيستل کيږي او پدى شان کاربن داي کسايد د نسجونو څخه د سږو په لور باى کاربونيت د ايونو په شکل انتقال مومى په همدى شان د هيموګلوبين د اسيدويز  په سيستم کې دپروتينونو په شان کار کوي .


په وينه کې د سرو کروياتو غلظت


دنارمل سړي په يوملي مترمکعب وينه کي د پنځه ميلونه اوښځوکي څلورنيم ميلونه په شا اوخواکي د ويني سري حجري ليدل کيږي.
په سروکروياتوکي د هيموګلوبين اندازه:دويني سره کروياتو نارمل سلنه هماتوکريت٤٠-٤٥  او په يو ديسي ليتر وينه کې (١٦) ګرامه هيموګلوبين موجود دي چې په ښځو کې په منځني ډول (١٤) ګرامه په يوديسي ليترکي ښودل شويدي.


دوينې دسروکروياتو جوړښت


درشيمي ژوند په لومړيو څو اونيو کې  سره کرويات په yolk sacکې جوړيږي . داميدوارۍ په اوونيم مياشتنۍ  موده کې سره کرويات په ينه اولږه اندازه په توري spleenاولمفاوي عقداتوکي جوړيږي داميدوارۍ په اخري مياشتوکې اوزيږيدنې څخه وروسته سره کرويات د هډوکوپه مغزي(Bone marrow) برخوکې جوړيږي تر پنځه کلنۍ پورې ټولو هډوکو مخکني برخه دويني سروکروياتو جوړوي . بې له پنډي هډوکو( Tibiae) او دمټ هډوکي (Humeri)دلومړيو برخوڅخه سره کرويات نه جوړيږي دشل کلنۍ څخه وروسته سره کرويات   لکه شمزۍ (Vertebrae) دسيني  هډوکيSternum پښتيوRibs کې جوړيږي .


دويني دسروکروياتو مکمله نشونما


دويني دسروکروياتو دنشونما لپاره ددوه ويټامينونو ته چې يوته يي ويټامين B12 اوبل ته يي (Folic acid) وايي دادواړه دDNA دجوړښت لپاره هم ضروري اولازمي دي که چيري يوله دي دواړو ويټامينونو څخه موجودنه وي د DNA په جوړښت کي کمي راځي اودنورو حجروپه مکمله نشونماکي خرابي پيداکيږي. 

 

د وينې د  سرو کروياتو تخريب


کله چې د هډوکو د مخ څخه د وينې سره کرويات په دوران کې واچول سي په متوسط ډول (١٢٠) ورځې وروسته له مينځه ځي . ميتوکاندريا او اندوپلازميک ريتکولم نه لري او سايتو پلازميک انزايمونه پکې موجود دي چې ددې انزايمونو په وسيله د ګلوګوز ميتا بوليزم د حجرى د ارتجاعي خاصيت دکم اندازه ايونونو بدلون او ځينې نورو دندو ته دوام ورکوي ليکن په تدريجي شکل يې د ميتابوليک په فعاليتونو کې کمى راځي حجرې د ماتيدو په لور ميلان پيداکوي او له مينځه ځي زياتره سره کرويات پخپله کله چې د تورې خاليګاه pulp څخه تيريږى بايد خپل ځان باندې فشار راوړي يعنى خپل شکل ته تغير ورکړي او بيا ترى تير شى ليکن څرنکه چې د ارتجاعي خاصيت يې کم شوى دې د فشار د تيريدو په وخت کې ماتيږى او له مينځه ځى .


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته