تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام او نورو ادیانو اخترونه
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  May 12, 2021
  0
سپېڅلى سباوون
 
 

 

د مسلمان امت داختر  رښتينې خوشالي رښتينې ده

 

 
درنو لوستونکو! څرګنده خبره ده چي داختردود او نور مذهبي بڼه لري خو يوه خبره دپام وړ ده هغه دا چي د مسلمانان سپېڅلى دين دنورو دينونو په وړاندي درنه تله لري ځکه دا دين الله جل جلاله په رښتينولۍ نازولى دئ. ټول اسماني دينونه دهمدې دين په راتګ سره منسوخ سوي دي نو ځکه يې اختر هم دنورو اخترونو په وړاندي سپېڅلى او دروند دئ ځکه دنورو ټولو دينونو اخترونه په داسي ورځو کي دود سوي دي چي په هغو ورځو کي ددوى په آند ستري پيښي رامنځته سوي وي دمثال په ډول:
 
عيسويان ددسمبر پر ٢٥ نېټه کرسمس لمانځي او دايې داختر ورځ ده، ددوى په ګومان په دې ورځ عيسي علیه السلام زېږېدلى دئ، حال داچي دتاريخي څېړني له مخي ددوى دغه وينا غلطه ده. بله لا داچي دوى باور لري چي په همدې تاريخ عيسي علیه السلام  داسمانو څخهراکښته کيږي.
 
ديهوديانو اختربيا دهغي ورځي سره برابر دئ چي ددوى په ګومان په هغې ورځ باندي موسي علیه السلام زېږېدلى دئ ، په هغې ورځ باندي بني اسرآئيلو برى ترګوتو کړى دئ او په همدغه ورځ باندي فرعونيان په درياب کي غرق سوي دي.
 
اهل هنود (هندوان) هم په داسي ورځ اختر لمانځي چي په هغه ورځ ددوى دعقېدې مطابق يو ستر نوښت رامنځته سوىوي. ددې ترڅنګ چي په نورو دينونه کي داخترو دورځو ټاکني ديوه ستر مذهبي نوښت او اوښتون پر بنسټ دي ـــ داخبره هم ورسره ده چي ددوى اخترونه خورا زيات دي په ډيرو ورځو کي اخترونه لري خو داسلام دسپېڅلي دين لپاره يوازي دوې ورځي داخترو لپاره ټاکل سوي دي ځکه په يوه حديث کي راځي: 
 
عن أنس بن مالك : أنه قال : « كان لأهل المدينة في الجاهلية يومان من كل سنة يلعبون فيهما ، فلما قدم النبي صلى الله عليه وسلم : قال : كان لكم يومان تلعبون فيهما ، وقد أبدلكم الله بهما خيرا منهما : يوم الفطر ، ويوم النحر.(احکام العيدين للفريابي ج : ١ ص : ٣)
 
ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه  فرمايي: دمدينې خلګو تر اسلام وړاندي دجاهليت په وخت کي په کال کي دوې داسي ورځي درلودې چي دوى  په هغو ورځو کي خوشالۍ کولې (په خوښۍ يې لمانځلې اواخترونه يې وه) کله چي رسول الله صلی الله علیه مدينې ته راغلى نو وې وفرمايل: تاسوپخوا دوې ورځي دخوشالۍدرلودې (چي دنوروز ورځ [دحمل لومړۍ نېټه ] وه او بله دمهرجان ورځ [دمېزان پنځلسمه نېټه] وه)، الله جل جلاله دغه دوې ورځي تاسو ته په داسي ورځو دربدلي کړې چي تر دغه ورځو غوره دي، يوه دکوچني اختر ورځ ده او بله دلوى اختر ورځ ده
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دلارښووني سره سم دمسلمانانو لپاره داختر دوې  ورځي دي. جالبه داده چي دنورو ټولو دينونه لکه مخکي چي مو وويل داخترو په ورځو يې ستري پيښي سوي دي خو داسلام دمبين دين د اخترونو په ورځو کي هيڅ داسي پيښي نه دي سوي چي داسلام په تاريخ کي داسلام لپاره يو خاص ځاى ولري. هغه پيښي نه چي تر اسلام مخکي په دې ورځو کي ترسره سوي وي ، سره ددې چي په اسلام کي داسي ډيري ورځي سته چي ستري پيښي پکښي رامنځته سوي وي لکه درسول الله صلی الله علیه وسلم  دزېږد مبارکه ورځ ، دبدر دغزا دستر برياليتوب ورځ ، داحد دغزا ورځ ، دمکې دفتحي ورځ ، هغه ورځ چي دمکې بتان مات سوه او بلال دمکې سر ته وخاتى اذان يې وکړ او داسي نوري ورځي ددې ټولو ستر پيښو سره سره ، داسلامي دين اختر په دې ورځو کي نه دئ ټاکل سوى بلکي په نورو ورځو کي ټاکل سوى دئ.
 
 لامل يې دادئ چي لکه څرنګه چي داسلام دين پر نورو دينونو باندي  لوړ والى لري اخترونه يې هم پر نورو اخترونو باندي لوړ والى لري دنورو دينونو اخترونه يوازي په دې خوشالۍ دي چي په دغه ورځ دهمدغه دين دلوړوالي لپاره يو څه سوي دي او دهغه دين دپيروانو خوشالي پکښي نغښتې وي خو دغه خوشالي او هغه لوړوالى چي په دغه ورځ کي ددغه دين لپاره راغلى دئ دوى ته اوس هيڅ ګټه نه کوي ، داسلام په دين کي چي کله اخترونه راسي هغه داسي اخترونه دي چي خپلو پيروانو ته اوس لويي  ګټي کوي.
 
 
دساري په ډول کله چي کوچنى اختر راسي خلګو روژې نيولي وي دکوچني اختر په ورځ الله جل جلاله ټولو انسانانوته عفوه او مغفرت وکړي ، کله چي دلوى اختر ورځ راسي يوه  ورځ مخکي دعرفات پر غونډۍ باندي په ميلنونو خلګ درېدلي وي، ټولوته الله جل جلاله عفوه کړې وي ، کله چي دلوى اختر ورځ سي په ميلياردونو انسانان دالله جل جلاله درضا لپاره قربانۍ وکړي ، ټول هغه انسانان چي پدې ورځ الله جل جلاله ته رجوع وکړي الله جل جلاله ټولو ته عفوه وکړي.
 
مطلب دا چي د مسلمانانو هر اختر چي راسي  حتما مسلمانان دومره ديني ګټه تر لاسه کړي چي هيڅ اندازه نه ورته ايښودل کيږي. دغه ځانګړتيا چي الله جل جلاله داسلام دمبارک دين پيروانو ته داخترو په ورځو کي ورکړې ده دنورودينونو پيروانو ته يې نه ده ورکړې اونه دنورو دينونو پيروان دخپلو اخترو په ورځو کي دغه ستري ځانګړتياوي تر ګوتوکولاى سي که څه هم ددوى داخترو په ورځو کي هم ددوى دعقيدو مطابق ستري پيښي خو رامنځته سوي وي مګر دهغو پيښو رامنځته کېدل اوس دوى هيڅ ګټه نه رسوي او دمسلمانانواخترونه مسلمانان ته دهر ځلي په راتګ سره نغدي مرستي ورپرېږدي چي دمسلمانانو ددنيا او اخرت دسرلوړۍ لامل ګرځي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته