تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څونده لوی فکر وکړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 7, 2021
  0

 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


زمونږه ځوانان دا شل کاله داسي ساتل سوي، وه چي ژورو ژورو شیانو ته ئې فکر نه کاوه، یوازي به یې سطحي شیانو ته فکر کاوه. زه د بېلګي په توګه یوازي مثالونه ږدم: په تېره اداره کي روزانه رشوت و اته میلیونه ډالر ته رسېدلی وو، په یو یا دوه لکه ډالر ښه مکتب جوړېدای سوای، خو موږ فساد کانټرول نه کړای سوای. 


په کندهار او ننګرهار کي پر هر بیرغ یو لک ډالر مصرف سول، ایا په یو یو لک ډالر موږ مکتب نه سوای جوړولای؟ منم چي بیرغ اړین ده، خو ایا زما د وطن د ماشومانو تر ایندې هم اړینه ده؟ 


درې زره اته سوه لکه افغانۍ (۳۸۰۰۰۰۰۰۰) یوازي د سلمي کلیزي په لمانځلو کي مصرف سوې. ایا ویلای سی، چي په دې موږ څومره سولري برېښنا جوړوای سوای؟ څومره مکتبونه په جوړېدای سوای؟ څومره عامه ذهنیتونه په رغېدای سوای؟ 


ستونزه څه ده؟ موږ بیده ساتل سوي وو، مونږه داسي روزل سوي یو، چي یوازي پر کوچني شیونو تمرکز کوو. لوی فکر نه کړو، لس کاله و شل کاله بعد ته نه ګورو. همدا اوس مونږه نارې وهو، چي طالبان ولي دا نه کوي؟ ولي ها نه کوي؟ ولي حکومت نه اعلانوي؟ زما اغا، زما ګرانه، طالبان خپل قدمونه ډېر پاخه او محکم ږدي، ترڅو بیا لس کاله بعد ته په ستونزه که و نه اوسې.  

ماخذ : اندیښني رازونه اوحقیقونه 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته