تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شهید،عالم اوسخي کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 30, 2020
  0

د شهید،عالم اوسخي کیسه


لیکنه :خیرمحمد پشت رودي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱:  په صحیح مسلم کي له حضرت ابوهریرة (رض) څخه روایت دی چي ما له رسول الله (ص) څخه واوریدل چي د قیامت په ورځ به په هغو خلکو کي چي تر ټولو له مخه به يې  فیصله کیږي یو هغه سړی وي چي شهید شوی وي، هغه به الهي دربار ته حاضر کړل شي، الله تعالی به هغه ته خپل نعمتونه ورپه یاد کړي، دی به  هغه وپېژني ورسته به الله تعالی وفرمایي، تا زما د رضا لپاره څه عمل وکړ؟ دی به عرض وکړي یاالله! ناستا په لاره کي جهاد وکړ، ترڅو چي شهید شوم، الله تعالی به وفرمایي تا درواغ وویل، ته خو د دې لپاره جنګېدلی  وې چي تا ته غښتلی او دلاوره وویل شي، نو تاته په دنیا کي بهادر او زړور  وویل شول، وروسته به د ده په باره کي حکم وکړل شي چي پړ مخي دي په کشولو سره دوږخ ته واچول شي.

 

۲:   به هغه سړی راوستل شي چي علم یې حاصل کړی وي او نورو ته یې هم ور زده کړی وي او قرآن یې ویلی وي، الله تعالی به ده ته خپل نعمتونه ورپه یاد کړي، دی به هغه وپېژني، ورسته به الله تعالی پوښتنه ځني وکړي، چي تا زما د رضا لپاره څه عمل وکړ؟ دی به ووايي، ما علم حاصل کړ او نورو ته مي هم ورزده کړ اوستا د رضا لپاره مي قرآن ووایه، الله تعالی به وفرمايي تا درواغ وويل، تا خو علم د دي لپاره حاصل کړی ؤ چي تا ته عالم وویل شي او قرآن دي  د دې لپاره  ووایه چي تا ته قاري وویل شي، نو په تحقیق سره تا ته په دنیا کي دغسي وویل شوه، د ده په باره کي به حکم ورکړل شي چي دی دي پړمخي په کشولو سره دوږخ ته واچول شي.


۳:  به هغه سړی راوستل شي چي ده ته الله تعالی د رزق فراخي ورکړې وي، دولت او دارایې يې ورکړې وي، الله تعالی به ده ته خپل نعمتونه ورپه یاد کړي، دی به هغه وپېژني، نو الله تعالی به وفرمایي تا زما درضا لپاره څه عمل وکړ؟ دی به عرض وکړي ما ستا به لاره کي ښه ډېر مالونه خرڅ کړي دي، خواران او غریبان مي ماړه کړي دي.


الله تعالی به وفرمایي تا درواغ وویل، تا خو دا هر څه د دې لپاره وکړل چي تاته لوی سخي وویل شي، نو په تحقیق سره تاته په دنیا کي سخي وویل شوه بیا به د ده په باره کي حکم ورکړل شي چي دی دي پړ مخي په کشولو سره دوږخ ته وا چول شي.

 

ماخذ :(صحیح مسلم)افضل الحکایات 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته