تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نفس هیڅوک و گناه کولو ته نه مجبور کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2021
  0

نفس هیڅوک و گناه کولو ته نه مجبور کوي


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مگر هو دا باید یاد ولرو چي د نفس غوښتنو ته د عمل جامه وراغوستل د انسان لاسي کار دی.


هیڅوک د نفس له خوا په زور یو کار کولو ته نه اړ ایستل کیږي، نفس انسان ته صرف يوه غوښتنه ور پیداکوي، مګر له هغه څخه ځان ساتل د انسان کار دی.


که چیري د نفس له خوا موږ ته نېکه او ښه غوښتنه وړاندې سي، نو دا زموږ مسئولیت دی چي هغه نېک کار تر سره کړو، او که زموږ په زړه کي د نفس له خوا د ګناه غوښتنه را اچول کیږي، نو تر هغه وخته پوري چي دا غوښتنه د خیال او جذبې په حد کي وي، زموږ هیڅ ګناه نسته، خو که چیري موږ دغه خیال یا غوښتني ته د عمل جامه ور واغوستل نو دا وخت ګناه په وجود راغله او زموږ په کړني سره دغه ګناه تر سره شوه.


د مثال په ډول د یو سړي په زړه کی د هغه نفس دا غوښتنه پیدا کړل چي فلانی نامحرمي ښځي ته په بد نظر د ګناه کولو په نیت وګوره او یا یې یوې مېرمني ته د ګناه په نیت نامحرم سړي ته د کتلو غوښتنه په زړه کی ورواچول. نو که دغه سړي یا دغي مېرمني د خپل نفس غوښتنه پوره نه کړه او د ګناه په نیت یې چا نه و نه کتل ، صرف په زړه کي د ګناه خیال راتېرېدل کومه ګناه نه ده.


او که چیري یې د نفس په غوښتنه باندي عمل وکړ، نو دا وخت ګناه رامنځته سوه او سړی ګناه کاره سو په دغه ډول نفس زموږ په زړه کې نوي نوي غوښتني پیدا کوي او دا رنګه یوه د غوښتنو یوه پوره لړۍ روانه ده او هیڅکله هم تر پایه نه رسیږي.


دا د غوښتنو لړۍ د هر چا په زړه کي لویان دي او که واړه. ځوانان دي او که زاړه. نارينه دي او که ښځینه د تل لپاره روانه وي، نو ویلای سو چي نفس د انسان په زړه کي غوښتني راپیدا کوي او له دغي لاري انسان ته د ګناه کولو بلنه ورکوي، دا د نفس له خوا د انسان په ګناه کی د اخته کولو لاره ده.


ماخذ افضل الحکایات 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته