تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام صاحب رحمه الله د بدعتیانو سره بحثونه:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 13, 2021
  0

 د امام صاحب رحمه الله د بدعتیانو سره بحثونه: 


ژباړه: محمد عیسیَ  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


امام موفق مکی رحمه الله په "مناقب ابی حنیفه" کي د امام ابو حفص صغیر رحمه الله څخه روایت کوي چي امام ابوحنیفه رحمه الله په علم کلام کي مصروفه وو، د علم کلام په ذریعیې باندي ئې بحثونه کول، په علم کلام کي د ډېر مشغول والي په نتیجه کي، آخر مهارت پکښي پیدا کړي. 


امام صاحب رحمه الله چي په علم کلام کي د امامت درجې ته ورسېدی نو بیا ئې د بدعتیانو سره مناظرې شروع کړې، او د بدعتیانو کورو ته به ورتلي مناظرې به ئې ورسره کولې، هیڅوک د امام صاحب رحمه الله مخ ته نه سو ټینګ. په بصره کي امام صاحب رحمه الله ډیري مناظرې کړي دي، بصره په هغه وخت کي د فتنو مرکز ؤ. 


علامه کوثری رحمه الله بصره د "بندر الاراء والنحل" په نامه یاده کړې ده. امام صاحب رحمه الله تر شل واري ډېر بصرې ته تشریف وړی دئ، هلته ئې د خوارجو، شیعګانو، قدریه ؤ، دهریانو او داسي نورو سره علمي بحثونه کړي دي. کلونه کلونه به ئې په بصره کي مناظرې کولې. په تاریخ کي د امام صاحب رحمه الله د ډیرو مناظرو روئیداد راغلي دي، په هغه مناظرو کي امام صاحب رحمه الله د دلائلو یو اتل مالومېدی. که یو صاحب ذوق را ولاړ سي هغه مناظرې او بحثونه د کتابو څخه را ټول کړي نو ښه سم دم کتاب به ځیني جوړ سي.


امام فخرالدین رازی  رحمه الله  په خپل کتاب "مطالب العالیة من العلم الالهی" کي د امام صاحب رحمه الله د دهریانو سره یوه مکامله را نقلوي. امام ابوحنیفه رحمه الله د دهریانو د پاره یوه لوڅه توره وه، هغوي به تل دا کوښښ کوي چي کله به موقع تر لاسه کړي چي امام صاحب رحمه الله شهید کړي.


یوه ورځ امام صاحب رحمه الله په مسجد کي ناست ؤ چي ناڅاپه د دهریانو یوه ډله د تورو سره پر راغله او د امام صاحب رحمه الله د قتل اراده ئې کړې وه، امام صاحب رحمه الله ژر ورته وویل: د هغه شخص په اړه تاسو څه وایاست چي هغه وایي ما په دریاب کي یوه غټه کښتۍ د شیانو ډکه او درنه ولیدل، سمندري طوفان پر راغی خو کښتۍ داسي ارام سفر کوي، نه کښتۍ وان او نه بل څوک وو پکښي، خپله روانه وه. امام صاحب رحمه الله ورته وویل ایا د دې سړی خبره مني؟ دهریانو وویل یا هیڅکله نه، نو امام صاحب رحمه الله ورته وویل چي کښتۍ د کښتۍ وان ماسیوا په دریاب کي نه چلیږي، زموږ عقل ئې نه مني، نو دالله عزوجل دا دونه لوی او پراخ کائنات د خالق ماسیوا څنګه چلیږي؟ دهریانو چي کله دا واورېده نو په ژړا سول، امام صاحب رحمه الله ته ئې وویل چي تاسو پر حقه یاست.


د دې پیښي څخه تاسي اندازه وکړي چي امام صاحب رحمه الله به د علم کلام په ذریعې سره څومره خلګ مستقیمي لاري ته د راوستلو کوښښ کړی وي، او څومره خلګو به د امام صاحب رحمه الله په لاس باندي توبه کښلې وي. د دې پیښو د یادونو وروسته د امام بخاري او امام مسلم رحمهما الله مشر استاذ حافظ خریبی رحمه الله فرمایي: پر ټولو مسلمانانو باندي واجبه ده چي د هر لمانځه وروسته امام ابوحنیفه رحمه الله ته دعا وکړئ ځکه هغه د مسلمانانو دین، سنت او فقه خوندي کړل.


مأخذ: محاضرات فی العقیدة والکلام و صفات الباری تعالی (لشیخ محقق محمد سجاد الحجابی حفظه الله)


www.taleemulislam.ne

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته