تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سرټمبه ملامت :
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه څوک چي پر تا باندي کوم منفي انتقاد کوي او ستا د ملامتيا لپاره اتهامات لګوي کله چي ته ورسره مخامخ سې او دده د سر خلاصېدلو لپاره دلائل وايې خو دی په ښکاره باندي د ملامتيا وروسته برګ برګ درته ګوري او ستا خبري ورته يو ډول درواغ معلوميږي او ددې کوښښ کوي چي ته ژر خبري پسې پريږدې او دده د مجلس څخه ولاړ سې نو پدې باندي پوه سه چي هغه سړی سرټمبه ملامت دی.


سرټمبه ملامت په خوله باندي تاته هيڅ نه وايي خو په زړه کي ډېر بد درڅخه وړي.


سرټمبه ملامت ستا لپاره عزت او آبرو نه غواړي بلکي ددې پر عکس ستا د بې عزتۍ کوښښ کوي.


سرټمبه ملامت ستا په اړه د هر ليوني او بې عقل خبره مني خو ستا خبره بيا د هيچا په اړه نه مني.


د سرټمبه ملامت سره چي هر وخت مخامخ کيږې دده په مخ کي يو ډول د قهر او خښم آثار ښکاره کيږي او يا هم په ډېر تکلف سره د منافقانه خوشالۍ تظاهر کوي.

يا الله د سرټمبه ملامت د شر څخه مو وساتې!


ماخذ : اسلامي مقالې 
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته