تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سوسیالیزم سیاسي اقتصاد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د پانگوالۍ او سوسیالیزم د سیاسي اقتصاد ترمنځ اصولي توپیرونه سته. دا توپیرونه، د پانگوالي او سوسیالیستيي توليدي مناسباتو د بنسټيزو توپیرونو څخه را پیدا سوي دي. سیاسي اقتصاد د سوسياليزم د مادي او تخنیکي بنسټونو د ودي له لاري، د شکلونو، شرایطو او سوسیالیستي تولیداتو له پراختیا د کمونیزم مادي او تخنیکي بېخبنا ښيي. سیاسي اقتصاد، توليدي مناسبات د خوځښت او د توليدي عواملو له تکامل سره په اړیکه کي ښيي او د هغوی د اغیزمنتوب لوړیدل سره مطالعه کوي. د مادي او تخنیکي بنسټونو تكامل له اقتصادي اړخه څيړل کیږي، چي دا چاره د پدیدو او اقتصادي پروسو د کمي او کيفي شرحي لپاره د رياضي او احصاوي میتودونو څخه گټي اخیستني ته اړتیا پیدا کوي.


سوسیالیزم د ودانۍ جوړښت اوږد تاريخي مزل غواړي. د بېلگي په ډول، په شوروي اتحاد کي سوسیالیستي انقلاب د ۱۹۱۷ کال په اکتوبر کي بریالی سو، خو د پرمختللي سوسیالیستي ټولني جوړول، په شپېتمه لسيزه کي ترسره سول. زموږ په  وخت کي، هیوادونو کي، د پرمختللي سوسیالیزم ودانۍ د رغولو په حال کي سیاسي اقتصاد، د علومو د یوې څانگي په ډول، ددا جوړښت تجربې پخې کوي او په ټولو هیوادونو کي د ودي د بیلابیلو پړاوونو پر مهال، د هر هیواد ځانته جلا شرايطو ته په پام سره،موږ ته د سوسیالیزم د جوړولو عمومي قانونمندی راښيي.


کمونستي ټولنه د خپل تکامل په پړاوونو کي دوه پړاوونه وهي، چي يو د سوسیالیزم او بل د کمونیزم دی. دواړه پړاوونه، د گډو مناسباتو درلودونکي دي، خو هر يو يې ځانته د خپلو ځانته جلا مناسباتو لرونکي هم دي. د سوسیالیزم تر واکمنۍ لاندي، داسي توليدي مناسبات حاکم وي، چي د عالي کمونستي ټولني په پړاو کي به نه وي لکه د توکو - پیسو مناسبات، د کار په اندازه ویش او نور، له بلي خوا څخه د کمونستي مناسباتو پر مهال، داسي توليدي مناسبات منځ ته راځي او وده کوي، چي په سوسیالیستي ټولني کي به نه وي. پر دې اساس سوسیالیزم او کمونیزم، د هغو توپیرونو سره – سره يوه ټولنه ده، خو د تکامل په دوو پړاوونو کي. د سوسیالیزم د سیاسي اقتصاد په علم کي، هم د سوسیالیزم او کمونیزم مشترکي ځانگړني او هم د سوسیالیزم مشخصات راځي. سیاسي اقتصاد سوسیالیستي توليدي مناسبات د هغوی د خوځښت پر مهال ښيي او په کمونستي مناسباتو باندي د هغوی د اوښتون تگلاري روښانوي.

ماخذ : د سوسیالیزم سیاسي اقتصاد

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته