تازه سرليکونه
د (اقتصاد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د پیاوړي رهبرعادتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 7, 2021
  0

د پیاوړي رهبر عادتونه

 


د یو کامیابه رهبر د جوړېدو لپاره باید په ځان کښي داسي عادتونه پیدا کړو، تر څو د هغه پر مټ د نورو په وړاندي خپل قدر او عزت ډېر کړو او دا کړنه باید خپل د ورځني ژوند یوه برخه و ګرځوو، تر څو و کولای سو ، چي  هم د ځان او هم د نورو په ګټه کار وکړو.

 

اول. ورځنۍ مطاله کول


بریالی رهبر په دي پوهیږي، چي  ورځنی مطالعه د هغوی پوهه زیاتوي، مطالعه کول ستاسو څخه هوښیار جوړوي، ذهن ته وده ورکوي، خفګان لیري کوي، ستاسو د پوهي کچه لوړوي، د لغاتونو زیرمه مو زیاتوي، حافظه مو پیاوړې کوي، د دلیل ویلو منطق زیاتوي او د لیکلو مهارتونه زیاتوي، چي  د ا ټول د وړیا ساتیري یو ډېره ښه منبع هم ده.


دوهم. په ننګونکو کارونو باندي تمرکز کول:

استثنایی مشران د ننګونو په ډګر کي ژوند کوي، هرڅومره چي تاسو خپل ځان د بریالیتوب لپاره ننګوی، په هم هغه اندازه ستاسو باور زیاتیږي تر څو دغه کار بیا تر سره کړی. 


دریم. روغتیا ته لمړیتوب ورکول

 

بریالی رهبر د خپل فزيکي، احساساتي، رواني او معنوي روغتیا په زیاته اندازه خیال ساتي، ځکه هغوی پوهیږي، چي  د دوی د بدن فزیکي روغتیا ددې لامل ګرځي، چي  نور بهتر کارونه په ښه توګه سره تر سره کړي، که تاسي په فزیکي ډول ضعف ولری، نو نسی کولای خپل پورتني درې ګوني حالتونه په سمه توګه سره مدیریت کړی.

څلورم. د راتلونکي سبا لپاره نن شپه تابیا نیول:


د یوه اغېزمن او کامیاب رهبر یو کلیدي عادت دا وي، چي  د سبا لپاره نن شپه پوره پلان تیاروي، چي  دغه چاره هغوی ته دا فرصت ورکوي، چي  کارونه يي منظم او په لږ وخت کښي ډېر کار وکړي.


پنځم. مخکي له مخکي د خپلو اهدافو ټاکل:


ډېری رهبران خپل هدفونه مخکي له مخکي ټاکي او په ورځ کښي یې یو ځل په لوړ اواز د ځان سره تکراروي، تر څو هغوی ته دا په یاد وي، چي  د خپلي کامیابی لپاره بایده کومه کړنه سر ته ورسوي او دغه چاره یې د ځان عادت ګرځولې وي.


شپږم. د ویري په وړاندي اقدام کول:


له ویري سره مخامخ سی او د هغه سره مقاومت وکړی، ځکه ټول وخت هغه شیان، چي  موږ یې په اړه پوهیږو لږ  ډارونکي وي نظر هغو شیانو ته، چي  موږ یې په اړه نه پوهیږو، نو باید له هغه ډار و نه سي، که څه هم دردونکي وي.

 

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۶ګڼه)

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته