تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
درې بد عملونه او د نجات لاري يې:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 28, 2022
  0

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عَنْ إِسْمَاعِيلَ بْنِ أُمَيَّةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ثَلَاثَةٌ لَا يُعْجِزُهُنَّ ابْنُ آدَمَ: الطِّيَرَةُ، وَسُوءُ الظَّنِّ، وَالْحَسَدُ، قَالَ: فَيُنْجِيكَ مِنَ الطِّيَرَةِ، أَنْ لَا تَعْمَلَ بِهَا، وَيُنْجِيكَ مِنْ سَوْءِ الظَّنِّ أَنْ لَا تَتَكَلَّمَ، وَيُنْجِيكَ مِنَ الْحَسَدِ أَنْ لَا تَبْغِيَ أَخًا سُوءًا.[شعب الايمان1129]


ژباړه: د اسماعيل بن اميه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: درې شيان دي چي بني آدم يې نسي ختمولای: بدفالي، بدګمان او حسد. بيا يې وفرمايل: د بدفالۍ څخه تاته دغه نجات درکوي چي عمل ورباندي ونکړې، د بدګمان څخه تاته دغه نجات درکوي چي خبري ونکړې او د حسد څخه تاته دغه نجات درکوي چي بد ورور و نه غواړې.


يعني درې شيان دي چي انسان ورڅخه نسي خلاصېدلای: بدفالي ده، بدګمان دی او حسد دی؛ خو د درو واړو څخه انسان په درو کارونو باندي نجات پيدا کولای سي د بدفالۍ څخه پدې باندي نجات پيدا کولای سي چي عمل ورباندي ونکړي، د بدګمان څخه پدې باندي نجات پيدا کولای سي چي د چا په اړه خبري ونکړي او د حسد څخه پدې باندي نجات پيدا کولای سي چي نا اهله ملګری او دوست د ځان لپاره انتخاب نکړي ځکه نا اهله دوست دي د نورو دوستانو سره جنګوي او د هغوی په اړه تاته حسد او بدګماني پيدا کوي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته