تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که اول رکعت تېر سي څنګه به راګرځوي
 
  May 11, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۰۷)

نوم: افسر  
                                                          
سوال :که چيري د يو چا څخه د ماښام په جماعت کي لومړى رکعت تېر سي، نو دى به  اخير رکعت ډک کوي او که تش؟
 
جواب : 

حامداً و مصلياً

د کوم کس  څخه چي لمونځ تېر سي او بيا يې د  امام د سلام ګرځولو وروسته راګرځوي نو دا سړى د شريعت له نظره داسي ګڼل کيږي، لکه د شروع څخه چي لمونځ کوي، نو په اول رکعت کي به سبحانک اللهم، اعوذ بالله، بسم الله ، الحمد الله او کوم سورت به وايي، يعني ډک به يې کوي، او که چيري يې بل (دوهم) رکعت کوي نو هغه به هم ډک کوي، البته سبحانک اللهم، او اعوذبالله به نه وايي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فإذا قام إلى قضاء ما سبق يأتي بالثناء ويتعوذ للقراءة، كذا في فتاوى قاضي خان والخلاصة والظهيرية... أنه يقضي أول صلاته في حق القراءة وآخرها في حق التشهد. الفتاوي العالمګيرية: ج١، ص٩١، طبع، رشيديه.
(٢): والمسبوق ياتى بالثناء اذا ادرک الامام حام المخافتة ثم اذا قام الى قضا ما سبق ياتى به ايضاً کذا ذکره في الملتقط ووجهه ان القيام الى قضاء ما سبق کتحريمة اُخرى للخروج به من حکم الاقتداء الى حکم الانفراد. حلبى کبير: ص٣٠٤. آپ کي مسائل اور ان کا حل: ج٣، ص٥٢٠.

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته