تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ایمان ژوند دی:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 6, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په ټوله مانا بدمرغه هغه څوک دي، چې د ایمان رڼا او د يقين شتمني نه لري. دغسې خلک همېشه نامراده، خوار او ذليله وي.


(وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا) ﴿طه: ١٢٤﴾


" او څوك چې زما د ذکر (قرآن) نه د نصيحت له درس، نه مخ واړوي د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي.“ 


په رب العلمين ذات ایمان لرل نفسونه له غمونو او نهیلیو خلاصوي او بې ايمانه ژوند هېڅ خوند نه لري، ملحدین او بي ايمانه خلک پخپل ژوند تنګ وي، ځان پرې بوج وي؛ خو د خلاصون لار نه مومي. 


امام احمد د نوف بكالي له خولې وايي، چې دوه کسان د ماهيانو په ښکار پسې ووتل، په دوی کې یو مسلمان او دویمنی کافر و، کافر د دام خورولو پر مهال خپل معبودان رابلل، سره له دې به يې دام له ماهیانو ډکېده او مسلمان به د دام خورولو پر مهال الله تعالی را باله؛ خو بیا به یې هم په دام کې هېڅ ماهي نه نښته او دام به يې تش را خووت، دا لوبه تر ماښامه همداسې روانه وه، په پای کې د مسلمان په دام کې هم يو ماهي ونښت، هغه په نه زړه له دامه راخلاص کړ، نو هغه ماهي يې له لاسه اوبو ته ټوپ کړې، مسلمان ښکاري تش لاسی راستون شو او هغه کافر ډېر ماهیان ښکار کړي ول، د دې اريانوونكي پېښې په لیدو یوه ملایکئ له الله تعالى نه پوښتنه وکړه، چې ای زما ربه! ستا يو مؤمن بنده، چې يوازې تا رابولي او هغه دې داسې تش لاسی او بېنوا راستنېږي او هغه کافر دې دومره ماهیان هم ښکار کوي، د دې څه لامل کېدای سي؟ 


الله تعالى ملايکئ ته هغه وروښودله، چې د دغه مؤمن لپاره یې په جنت کې تیاره کړې وه او ملایکئ يې وپوښتي،  ایا هغه دنيوي شیان چې په دنیا کې کافر ته ورکړ سوي هغه د دوزخ له تلپاتې عذابه ژغورلای شي؟؟ ملایکئ وویل ستا په ذات قسم! چې داسې نه شی کېدای. 
له اوږدو مشاهدو او تجربو وروسته عقل دې پایلې ته رسېدلی دی، چی بتپالي خرافات، كفر، لعنت او الحاد سوچه دروغ دي، رسولان رښتني دي، ټوله پاچاهي او عزت د الله سبحانه وتعالى په لاس کې دی، هغه پر هره څه قادر دی او څومره دې چې دغه ایمان قوي او یا کمزوری و؛ نو هماغومره نېکمرغي او سوکالي به دې په برخه وي. 

مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿النحل: ٩٧﴾


چا چې په تاسې کې نېک عمل وکړ، هغه سړی وي او که ښځه، په داسې حال چې مؤمن وي؛ نو موږ به هغه ته سپېڅلی ژوند ورپه برخه کړو او د هغه د عملونو به يې څو چنده ښه بدله ورکړو.“ سبحان الله، الله تعالی ایمان ته څومره ارزښت ورکړی؛ نو موږ ته پکار چې د دغې ارزښتمنې پانګې قدر وکړو او د څه ستونزې له امله يې بي همته نسو، الله تعالى زموږ لپاره داسې نعمتونه تیار کړي، چې سترګو لیدلي، نه د چا غوږونو اورېدلي او نه د چا په زړه کې تېر سوي دي خو الله تعالى مه کړه؛ که څوک د غه ارزښمنه پانګه پر دنیوي خوندونو او راحتونو وپلوري او په دغه وخت کی ورته مرګ راسي؛ نو له مرګ سره به چې په دوزخ کې يې د هغه کافر لپاره تیار کړی و او ملایکئ یې وپوښت ده له داسې دردناکو عذابونو سره مخ سي، چې بیا به د دوزخ په اور کې له ژړا او پښېمانتيا پرته هیڅ تر لاسه نه کړي.

(الله تعالى دې موترې موږ او تاسې په خپل فضل او کرم وساتي ) امین

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته