تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په پتلانه کي په لڅ سر لمونځ کول څنګه دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۰۸۲)

قدرت الله صابر

د اوسېدو ځاى( مالیزیا  )

 
سوال :  موږ په مالیزیا کي په لوڅ سره او پتلون کي لمونځ کو زموږ لمونځ څنګه دئ او بل موږ دلته چي مسجد ته ورسو د یوه جماعت دوه یا درې رکعته تیر وي نو موږ بل جماعت ته انتظار باسو دا د امام ابوحنیفة رحمة الله علیه په مذهب کي جواز لري که یا؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
لوڅ سر لمونځ کول او په داسي جامه کي لمونځ کول چي د بدن هیات او کیفیت ئې معلومیږي مکروه دی.
 
 دوهم جماعت صرف روا دی او ثواب د جماعت ئې نسته د اول جماعت که صرف ناسته د امام سر  وکړې لا به ثواب د جماعت پیدا کړې.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وتكره الصلاة حاسرا رأسه إذا كان يجد العمامة وقد فعل ذلك تكاسلا أو تهاونا بالصلاة ولا بأس به إذا فعله تذللا وخشوعا بل هو حسن. فتاوي هندیة: ج۱، ص۱۰۶، فیما یکره فی الصلوة و کذا في الدالمختار. في مکروهات الصلوة.
 
(۲): فتاوي محمودیة: ج۶، ص۶۶۵ و فتاوي رحیمیة: ج۴، ص۱۹۸.
 
(۳): المسجد إذا كان له إمام معلوم وجماعة معلومة في محله فصلى أهله فيه بالجماعة لا يباح تكرارها فيه بأذان ثان أما إذا صلوا بغير أذان يباح إجماعا. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۸۳، فی الامامة.
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح:  مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته