تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کبر او خوښۍ تر منځ توپیر څه دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 5, 2023
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۱۷۸)
 
نوم: شفیع الله یوسفي
 
د اوسېدو ځاى( کندهار افغانستان)
 
سوال : د کبر او خوښۍ تر منځ توپیر څه دی؟ مثلاً یو څوک ووايي دا شی زما نه دی خوښ یا دا شی نه خورم. ( خوښ او نه خوښ).
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
ښې جامې خوښي لرل ښې څپلۍ خوښي لرل او داسي نور په کبر کي نه راځي، دا ټول ښکلي نمتونه الله  جل جلاله د انسانانو د ښکلا  له پاره پیدا کړي دي، کبر دې ته وايي چی څوک خلګو ته په سپک نظر ګوري  او  ځان تر هغوي لوړ ګڼي حق ته تن نه ورکوي، د حق منل د ځان سپکاوي ګڼي لکه ابلیس چي د آدم علیه السلام ته په سپک نظر وکتل او هغه ته ئې سجده کول د ځان سپکاوي وباله. 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ كَانَ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ مِنْ كِبْرٍ ». قَالَ رَجُلٌ إِنَّ الرَّجُلَ يُحِبُّ أَنْ يَكُونَ ثَوْبُهُ حَسَنًا وَنَعْلُهُ حَسَنَةً. قَالَ « إِنَّ اللَّهَ جَمِيلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ الْكِبْرُ بَطَرُ الْحَقِّ وَغَمْطُ النَّاسِ »صحیح مسلم: رقم الحدیث:ج۱، ص۶۵. طبع: قدیمي کتب خانه. 
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و  سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته