تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زه د خوسر سره په کور کی حق لرم که یا؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 13, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۱۷۷)
نوم: ملا باریداد                
                                                                                                                   
د اوسېدو ځاى(کندهار افغانستان)
 
سوال: درې کاله مخکي چي کله ما کوزده کول نو خوسر می راته وویل چي راسه زما پر سرای د ځان له پاره  خونه، تشناب او اشپزخانه جوړه کړه اوپکښي و اوسه، ما دا شیان ټول جوړل کړل خو اوس زموږ ګذاره نه سره کیږي زه ورته وایم چي زه در څخه باریږم  زما د خټو مصرف راکړه کوم چي ما کړي دي، دی بیا وايي چي و ماته د درو کالو کرایه راکړه، نو اوس زموږ دا مسئله څنګه کیږي؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
تاسو پر خسر د تعمیر د مصرف حق نه لري، او نه مو خسر ستاسو څخه د کرايي  اخیستلو حق لري، خو تاسو کولای  سي چي تعمیر ونړوي او خام مواد یوسي او یا د دواړو په موافقه د پیسو په بدل کي ئې خسر ته پریږدي. والله اعلم.
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  قال الحنفية: إذ ا كانت الإعارة مطلقة، فللمعير صاحب الأرض أن يستردها في أي وقت شاء؛ لأن الإعارة غير لازمة، ويجبر المستعير على قلع الغرس ونقض البناء؛ لأن في الترك ضرراً بالمعير، ولا يضمن المعير شيئاً من قيمة الغرس أو البناء؛ إذ أنه لم يغرر المستعير بشيء حيث أطلق العقد، بل هو الذي غرر بنفسه، حيث حمل المطلق على الأبد. الفقه الاسلامي: ج۵، ص۶۲.
 
(۲):وإن كانت الإعارة مؤقتة بوقت: فللمعير استرداد العارية أيضاً .... والمستعير حينئذ بالخيار: إن شاء ضمن المعير قيمة غرسه وبنائه؛ لأنه غره بتوقيت العارية، ثم بإخراجه قبل الوقت، وإن شاء أخذ غرسه وبناء ه. الفقه الاسلامي:  ج۵، ص۶۳.
 
(۳): و کذا فی فتاوی الهندیة: ج۴، ص۳۷۰. فی استرداد العاریة وما یمنع من استرداد ها.
وکذا فی الهدایة: ج۳، ص۲۸۱، کتاب العاریة.
 
 
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
ویب پاڼه: www.taleemulislam-radio.com
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته