تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د برات ۱۵ لمانځل په اسلام کي سته او که یا؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 28, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۹۹۱)
نوم: محمد هارون
 
د اوسېدو ځاى(انقره ترکیه)
 
سوال : د شعبان پر ۱۵ نیټه د ثواب په نیت روژه نیول جایز دي که نه؟ او ثواب لري که نه؟ بله داچي په شرعي لحاظ دا ورځ څه اهمیت لری او همدا رنګه په دې شپه او ورځ کي کوم ځانګړی عبادت کولو په اړه که معلومات راکړي، مهرباني به مو وي چي د شریعت له نظره څه حکم لري؟ 
 
 جواب: حامداً و مصلياً
 د شعبان (برات) پر ۱۵ روژه نیول جائز ده او ثواب لري، د ۱۵ شپه او ورځ دواړه په شریعت کي اهمیت لري همدغي شپې ته (لیلة البراءة) یا د خلاصون او نجات شپه وايي کوم خاص ځانګړی عبادت په دغه شپه کي منقول نه دی، البته په حدیث کي راځي چي په کور کي په انفرادي ډول په عبادت تیرول او د ورځي ئې روژه نیول په حدیث کي ثابت  دی، په همدغه شپه الله تعالی د دنیا او آسمان ته (بلاکیف) نزول کوي، او د بنوکلب ( چي په څارویو او د هغوي په پالنه کي ئې زیات شهرت درلودي د څارویو تر وریښتانو زیات خلګو ته بخښه کوي، پورتني دوه روایته اګر که د سند له مخي ضعیف دي، البته د اعمالو د فضائلو له پاره ئې بیانول او پر هغوي باندي عمل کول جائز دی، او دا چي ځني رواجونه عوامو نارینه یا ښځینه و ایجاد کړي چي هغه په دغه شپه کي په جماعت سره صلوة تسبیح لمونځ کول او داسي نور کارونه په شریعت کي اصل نه لري. 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : إِذَا كَانَتْ لَيْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ ، فَقُومُوا لَيْلَهَا وَصُومُوا نَهَارَهَا ، فَإِنَّ اللَّهَ يَنْزِلُ فِيهَا لِغُرُوبِ الشَّمْسِ إِلَى سَمَاءِ الدُّنْيَا ، فَيَقُولُ : أَلاَ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ لِي فَأَغْفِرَ لَهُ , أَلاَ مُسْتَرْزِقٌ فَأَرْزُقَهُ , أَلاَ مُبْتَلًى فَأُعَافِيَهُ , أَلاَ كَذَا أَلاَ كَذَا ، حَتَّى يَطْلُعَ الْفَجْرُ. ابن ماجه: ص۹۹، طبع باب ماجاء فی صلاة التسبیح: قیام شهر رمضان.
 
(۲):عن عائشة : قالت فقدت رسول الله صلى الله عليه و سلم ليلة فخرجت فإذا هو بالبقيع فقال أكنت تخافين أن يحيف الله عليك ورسوله ؟ قلت يا رسول الله إني ظننت أنك أتيت بعض نساءك فقال إن الله عز و جل ينزل ليلة النصف من شعبان إلى السماء الدنيا فيفغر لأكثر من عدد شعر غنم كلب.  ترمذی: ص۳۲۸، باب ماجاء فی لیلة النصف من شعبان. کتاب الصوم. چاپ: دارالمعرفة، بیروت.
 
(۳): و رواه ابن ماجة ایضاً هذ الحدیث فی الصفحة التی اشرت الیها قبل واللفظ للترمذی ومشکوة علی روایة ابن ماجة فی باب قیام شهر رمضان الفصل الثالث. ص۱۱۵، طبع قدیمی.
 
شب برات کی اتنی اصل ہے که پندرهویں رات او پندر هواں دن اس مہینے کا برکت اور بزرگي کا ہے ہماری حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم نی اس رات کو جاگنی کی اور اس دن کو روزه رکہنے کی رغبت دلائی ہے اور اس رات میں ہماری حضرت صلی الله علیه وسلم نی مدینه کی قبرستان می تشریف لیجاکر مردوں کیلئے بخشش کی دعا مانگی ہیں تو اگر اس تاریخ میں مردوں کو کچھ بخش دیاکریں چاہے قران شریف پڑهکر کہانا کہلا کر چاهی نقد دے کرچاهی ویسی ہے دعا بخشش کردیں تو یه طریقه سنت کی موافق ہے اس سی زیادة جتنی بکیهڑے لوگ کررہے ہیں اس ...................جاري ده.
 
میں حلوی کی قید لگا رکهی ہے. یه سب واهیات ہیں. بهشتی زیور اردو چهٹا حصه: ص۳۸۶، چاپ اردو بازار لاهور باب شب برات کا حلوه محرم کا کهڑا اور شربت. 
و بمثله ذکر فی قاموس الفقه: ج۴، ص۱۹۵، مادة شعبان چاپ زمزم کراچي.
 
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته