تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شيطان دنده څه ده:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 5, 2023
  0

لیکنه : نعمت الله شاکر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


که ته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې په غوښتنه ږيره پريږدې، يا حجاب وکړې، يا دي صورت او سيرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د اصحابو سره برابر کړې، نو دا ثواب نلري.
ښه ګرانه وروره او قدرمنې خور!


ته له شيطان څخه بل څه توقع لرې؟


د هغه خو دغه دنده او د وظائفو لائحه ده، چي انسان د جنت څخه راوګرځوي او جهنم ته ئې رهنمايي کړي.


د ثوابونو او اجرونو اړوند خو تحقيق او حقيقت دادی، چي هر مسلمان ته د هر صالح او معروف عمل د اجرا کولو او د هر  فاسد او منکر عمل د پريښوولو اجر ورکول کيږي.


د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې غړي به په مختلفو قراني اياتونو او نبوي احاديثو به استدلال کوي، تر څو دوی ته هم د دغه امر او رهنمايي ثوابونه او اجرونه ورکړل سي. 


تا چي د دوی په غوښتنه معروف عملي کړی دی او منکر دي ترک کړی دی، ته خو په طريقه اولی د ثواب او انعاماتو مستحق يې ان شاءالله.


نوټ: شيطان پخپلو دندو کي برياليتوب ته مه پريږدئ.


بل نوټ: که مو دغه ليکنه تر نورو ورسوله، تاسو به هم د تواصوا بالحق، امرون بالمعروف، ناهون عن المنکر، دال علی الخير.......حزب ته شامل سئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته