تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دسورة الفاتحه د فضلیت اړوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 10, 2021
  0


دسورة الفاتحه د فضلیت اړوند 


لیکنه : مولانا محمدزکريا نور الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

په يوه روايت کي راغلي دي چي نبي (عليه السلام) فرمايي: زما دي په هغه ذات قسم وي چي زما روح يې په قدرت کي دئ، چي د فاتحې سورة په څېر نه په توراة، نه په انجېل، نه په زبور او نه په پاته قرانکريم کي نازل سوى دئ.

 

عالمانو ليکلي دي چي که څوک سورة فاتحه په يقين سره ولولي د هري ناروغۍ لپاره علاج ده ظاهري ناروغي وي، که باطني وي،  دنياوي ناروغي وي او که ديني وي. د سورة فاتحې ليکل،په غاړه کول او څټل يې ټوله د ناروغانو لپاره ګټور دي.

 

په صحاحو کتابو کي راغلي دي چي اصحابانو د مار، لړم، او لېونو لپاره په الحمدلله سره دم کړى دئ او نبي (عليه السلام) هم دا جائز وګڼل، په دغه ډول په يوه روايت کي راغلي دي چي نبي (عليه السلام) د سورة فاتحې دم پر حضرت سائب بن يزيد (رضي الله عنه) باندي وکړ او د مبارکي خولې ناړي يې د ده د درد پر ځاى وموږلي. په يوه روايت کي راغلي دي چي څوک د بيدېدو پر مهال الحمدلله او قل هوالله ووايي او پر ځان يې چوپ کړي د مرګ څخه پرته به د هري بلا څخه په امن وي. په يوه روايت کي راغلي دي چي الحمد لله ويل په ثواب کي د قرآنکريم د درو حصو څخه د دوو حصو سره برابره ده. په يوه روايت کي راغلي دي  چي نبي(عليه السلام) فرمايي:

 

ماته د عرش د خزانې څخه څلور شيان راکړل سوي دي، د دغي خزانې څخه بل هيچا ته شى نه دئ ورکړل سوى لومړی سورة  فاتحه  ده، دوهم د سورة بقرې آخر آياتونه دي، دريم اية الکرسي ده او څلورم سورة الکوثر دئ. حسن بصري رحمته الله علیه  د رسول الله څخه روايت کړى دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)فرمايلي دي چا چي سورة فاتحه ولوستل ګويا تورات، انجېل،زبور او قرانکريم ټوله يې ولوستل .

 

په يوه روايت کي راغلي دي چي  ابليس څلور واره پر ځان ژړلي دي: لومړى چي لعنت پر وسو، دوهم کله چي د اسمان څخه راوغورځول سو، دريم کله چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته نبوت ورکړل سو، څلورم چي د فاتحې سورة  نازل سو.

 

د شعبي رحمته الله علیه څخه روايت سوى دئ، چي يو سړى ورته راغلى د پښتورګي د درد څخه يې شکايت ورته وکړ. ده ورته وويل چي د قرآن اساس ووايه پر ځان يې دم کړه. هغه سړي ورته وويل چي د قرآن اساس څه شي دئ؟ ده ورته وويل سورة فاتحه ده. د دين د بزرګانو په تجربه سوو عملونو کي ليکل سوي دي چي سورة فاتحه اسم اعظم دئ، د هر مطلب لپاره بايد وويل سي. د دې لپاره دوې طريقي سته:

 

لومړۍ دا دي : چي د سهار  د فرضو او سنتو په منځ کي څلوېښت ځله څلوېښت ورځي په داسي ډول سره ولوستل سي چي په بسم الله الرحمن الرحيم کي د الرحيم ميم او د الحمد الله لام سره يو ځاى سي هر مشکل چي يې وي حل به سي که په چا سحر يا جادو سوي وي يا بل مرض وي نو پر اوبو دي د سورة فاتحې دم وکړي او په مريض دي يې و څښي.

 

دوهمه طريقه دا ده: چي د مياشتي په لومړۍ يکشنبه دي سهار  د فرضو او سنتو په منځ د ميم د يو ځاى کولو پرته  اويا ځله ووايي او ورسته به نو هر سهار پر هغه الحمدالله  وايي او لس لس ځله به يې هره ورځ کموي تر څو په هفته کي خلاصه سي  که په اوله مياشت يې مطلوب پوره نه سو نو دوهمه او دريمه مياشت به يې هم  وايي تر څو مطلوب يې پوره سي. بله طريقه دا ده چي الحمدالله  به په ګلابو، مشکو يا زعفرانو  وليکلي او په چيني لوښي کي دي يې په اوبو پرېولي تر څلوېښتو ورځو پوري دي دا عمل  وکړي انشاء الله هر مرض چي وي علاج به يې وسي. هم دا ډول د غاښونو، سر او د نس د درد لپاره اووه ځلي  ويل د دم په ډول تجربه سوې ده.


ماخذ : دقران فضائل 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته