تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة البقرة
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 9, 2023
  0
سورة البقرة
 
لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 سورة البقرة د مصحف او تلاوت په اعتبار دوهم سورة دئ، چي په مدينه منوره کي نازل سوی دئ.
 
سورة البقرة ۲۸۶ آية لري،۴۰ رکوع او په قرآن کريم کي تر ټولو غټ سورة دئ.
 
د دې سورة نوم د ۶۷ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تَذْبَحُوا۟ بَقَرَةًۭ  قَالُوٓا۟ أَتَتَّخِذُنَا هُزُوًۭا  قَالَ أَعُوذُ بِٱللَّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ ٱلْجَـٰهِلِينَ
 
ژباړه: او (در په ياد که اې نبي کله چي) موسی (عليه السلام) خپل قوم ته وويل، يقيناً الله تعالی تاسو ته د غوا د ذبح کولو (يعني حلالولو) امر کوي، (قوم ئې ور ته) وويل: ته پر موږ پسخند وهې، (موسی عليه السلام و قوم ته په جواب کي) وويل: زه په الله سره پناه غواړم چي د جاهيلانو (يعني ناپوهانو) څخه سم.
 
بقرة غوا ته وايي. مونث نوم دئ. کله چي په بني اسرائيلو کي يو کس ووژل سو، د دې له پاره چي قاتلين ئې معلوم سي، نو الله (رب العزة) و حضرت موسی عليه السلام ته امر وکی چي يوه غوا ذبح کي او د هغې غوا په يوه حصه دي دا مړی ووهي تر څو را ژوندی سي او قاتلان ور په نښه کي.
 
په سورة البقرة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي:
۱- دا کتاب (قرآن کريم) د متقيانو له پاره د هدايت کتاب دئ.
۲- د الله تعالی نعمتونه او احسانات پر بني اسرائيلو باندي او د دوی چلند.
۳- د ابراهيم عليه السلام امتحان او د الله تعالی وعده او ژمنه.
۴- د قبلې اوښتل، د بيت المقدس څخه د بيت الله شريفي په لور.
۵- د قصاص په هکله بيان.
۶- روژه، جهاد او د حج بيان او احکام.
۷- د شرابو حکم چي حرام دي او د مشرک سره د نکاح منع.
۸- ښځو ته د طلاق، عِده، مهر بيان.
۹- د ابراهيم عليه السلام او د نمرود واقعه.
۱۰- د ربا او سود حرام والی او يو بل ته د قرض ورکولو بيان.
۱۱- په دې سورة کي په مختلفو ځايو کي د الله تعالی د ربوبيت، الوهيت او وحدانيت په باب دلايل راغلي دي.
ماخذ: 
معارف القران، تفسیر ابن کثیر او تفسیر طبري
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته