تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سورة الأنعام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 5, 2023
  0

سورة الأنعام 


لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 سورة الأنعام د ترتيب په اعتبار شپږم (۶) سورة دئ او په مکه معظمه کي نازل سوی دئ.


سورة الانعام ۱۶۵ اية او ۲۰ رکوع لري.


د دې سورة نوم د ۱۳۶ آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي:


وَجَعَلُوا۟ لِلَّهِ مِمَّا ذَرَأَ مِنَ ٱلْحَرْثِ وَٱلْأَنْعَـٰمِ نَصِيبًۭا فَقَالُوا۟ هَـٰذَا لِلَّهِ بِزَعْمِهِمْ وَهَـٰذَا لِشُرَكَآئِنَا ۖ فَمَا كَانَ لِشُرَكَآئِهِمْ فَلَا يَصِلُ إِلَى ٱللَّهِ ۖ وَمَا كَانَ لِلَّهِ فَهُوَ يَصِلُ إِلَىٰ شُرَكَآئِهِمْ ۗ سَآءَ مَا يَحْكُمُونَ.


انعام حيواناتو ته وايي.


د دې سورة اصلي موضوعات (د الله تعالي وحدانيت ته را بلل، پر رسولانو ايمان راوړل او په ورځ د اخرت باندي يقين او باور درلودل) دي.


په سورة الانعام کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي.


۱-  د الله رب العزة ربوبيت؛


۲-  د کفارو تکذيب پر رسولانو (يعني کافرانو به د خپل نبي تصديق نه کوئ)؛

 

۳-  د اخرت پر ورځ ايمان راوړل؛


۴-  هر څه د الله عزوجل له جانبه دي، که کوم خير وي يا کوم شر؛

 

۵-  د حضرت ابراهيم عليه السلام واقعه، چي خپل پلار او خپل قوم ته ئې د الله عزوجل پر وحدانيت او الوهيت مختلف دلائل وړاندي کول؛


۶-  د نورو انبياوو عليه الصلاة والسلام د فضيلت بيان؛

 

۷-  فقط هغه ذبيحه خوړل پر کوم چي د الله تبارک و تعالی نوم ياد سوی وي؛


۸-  د حضرت موسی عليه السلام د قصې بيان؛


۹-  هر عبادت او هر عمل بايد يوازي د الله ذوالجلال و الاکرام لپاره وي؛


۱۰-  او د هري درجې ورکړه د الله رب العزة له خوا ده تر څو تاسو امتحان کي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته