تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دلته به هر یرغلګر ماته خوري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 16, 2023
  0

 

لیکنه: محمدنبي سلطان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دلته به هر یرغلګر ماته خوري  


الله جل جلاله انسان آزاد او خپلواک پيدا کړي؛ داسي ازاد او خپلواک چي له خپل خالق (الله جل جلاله) پرته د نړۍ هیڅ طاغوت ته د بندګۍ، غلامۍ او اسارت سر کښته نه کړي، واکمني يې ونه مني او خپله ازادي له لاسه ورنه کړي؛ ځکه: خپلواکي او ازادي د انساني ژوند تر ټولو  لوی نعمت او الهي لورینه ده، چي الله جل جلاله انسان ورڅخه برخمن کړی. 


ازادي د یو ملت، هيواد او ټولني تر ټولو ستره سرمایه ده، هوسا آرامه ژوند دئ، پر مختللی اقتصاد دئ، بډایه فرهنګ دئ، غوره ښوونه ده، د پرمختګ وسیله ده او بالاخره ژوند او د ژوند سا ده. 


خو متاسفانه ظالم او جابر، مستبد او مفسد، خونخواره او ویني چيښونکي حکومتونه او انسانان د خدای د مظلومو بندګانو ازادي او خپلواکي د خپلي بقاء او ګټي په پار اخلي، هيوادونو، ښارونه، کلي، کورونه او جوړي ابادی ئې ورانوي، واک او اختیار ئې سلبوي، تر خپلي ولکې لاندي ئې راولي او د خدای ورکړي نعمت (ازادۍ او خپلواکۍ) څخه ئې بې برخي کوي. 


زموږ پر ګران هيواد (افغانستان) د تاریخ په اوږدو کي په لسونو واري د پردیو له خوا یرغلونه سوي، له چنگېزیانو نيولې تر انګریزانو، روسانو، امریکایانو او د دوی تر ملګرو پوري ټولو خپل زور ازمویلی، په لکونو افغانان ئې شهيدان کړي، په لکونو ئې مهاجر کړي، په لکونو ئې له خپلو کورو، کلیو او ښارو بېځایه کړي، کلي کورونه او ښارونه ئې وران کړي او بالاخره ئې خپل جنت غوندي هيواد ورته د اور سره بټۍ او تنور ګرځولی.


خو له ښه مرغه د تاریخ په اوږدو کي یرغلګر او چپاولګر د دې هيواد د شازلمو له حسابه نه دي ژغورل سوي خپل سرونه ئې قربان کړي، ځانونه ئې پارچې – پارچې کړي، د تن غوښي ئې ويلي کړي؛ خو بالاخره ئې د یرغلګرو حساب ورسم کړی، د سر په کاسه کې اوبه ورکړي، سرونه ئې له تنو ورجلاکړي، د ژوند خواږه ئې پر حرام کړي، بالاخره ئې دې ته مجبوره کړي چي له دې هيواده پښې سپکي کړي. 
الحمدلله دادئ اوس له ښه مرغه د امریکايي اشغال او د دوی د لاسپوڅو د واکمنۍ د پای ته رسېدو، د صلبي یرغلګرو د ماتي او د بشپړي خپلواکۍ د ترلاسه کولو د دوهمي کلیزي په ویاړ د افغانستان مظلوم؛ خو ویاړلی او سرلوړی ملت په خپل ګران هیواد کي د ارام سا اخلي، خپلو هيلو او ارمانونو ته رسېږي، د صلبي یرغلګرو، د دوی د بهرنیو مزدورانو او داخلي لاسپوڅو له ظلم، تيري، وحشت او بربریت څخه خلاصېږي او په خپل هيواد کي د سوچه اسلامي نظام خاوندان کيږي.  

 

www.taleemulislam.net

 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته