تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره(۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره


د ځان ساتني قدر او اهمیت په اسلام کي 


د امن او سلامتۍ یو څو بنسټیزي برخي په دې ډول دي: د ځان ساتنه، د عزت او ابرو خوندیتوب، په ناحقه د بل کس په جایداد او ملکیت کي تصرف کول، سالم عقل او ښه اخلاق. 


هغو خلکو چي اسلام په ښه ډول مطالعه کړی وي، هغوی ته معلوميږي، چي اسلام ددې ټولو ښه رعایت کړی دئ؛ انسان ئې په دنیا کي تر ټولو د ساتني او اهمیت وړ ګرځولی دئ، کوم توپیر نه لري که غریب وي که شتمن، پاچا وي که ګدا، ماشوم وي که ځوان، نارینه وي که ښځه، کوم توپیر نه لري که د ښار اوسېدونکی وي که د صحرا، باسواده وي که بې سواده، د شتمني کورنۍ وي که د بې وسه کورنۍ، مسلمان وي که کافر او جوړ وي که ناروغ، هر یو دا حق لري ترڅو په هیواد کي آزاد وګرځي، ارام ژوند وکړي، په فکر او عقیده کي آزاد وي او له هر خنډ، خطر او اندېښنې څخه ئې زړه مطمئن وي. 


 د وژني او ویني تویولو ګرم بازار


د جاهلیت په زمانه کي عربو خپلي لوڼي ژوندۍ ښخولې، زامن ئې د لوږي د بېري وژل، نه یوازي دا، بلکی په ډېره کوچنۍ خبره ئې درستي کورنۍ له منځه وړلې. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ډېر قوت او زور سره د دوئ دغه جزبات او احساسات ارام کړه. 


په انسانانو کي وژني او ویني تویول خورا ډېر کيږي، له قرآن کریم څخه ښکاري، چي انسانان د فتنې، فساد او ویني تویوني سره مینه لري، و آدم علیه السلام ته د ځمکي د خلافت ورکولو د اعلان په وخت کي ملائکو الله جل شانه ته عرض وکړ: 
أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ


ژباړه:  ايا ته په ځمكه كي داسې يو څوك ټاكې ، چي د هغې نظم خراب كړي او وينې توى كړي؟ سورة البقره ۳۰


د حضرت عیسی علیه السلام د زمانې څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر زمانې پوري په دې منځ کي انساني دنیا د انبیاء کرامو څخه بې برخي وه. د انسانانو جزبات او احساسات د اعتدال و لور ته نه وه سوک سوي، نو ځکه د انسانانو په منځ کي بې عدالتي خپل اوج ته رسېدلې وه. 


د اسلام څخه مخکي د ویني تویول


که په لنډ ډول د اسلام څخه و مخکني حالت ته وګورو، نو ویلای سو، چي ټوله دنیا د شر او بې امنی ځاله جوړه سوې وه، امن او امان له منځه تللی و، د سولي او ارامۍ نوم چا نه پېژندئ، یووالی او اتحاد خلکو هېر کړی و، پر ځای ئې د فتنې او فساد بازار ګرم و، وژنه او ویني تویول عام سوي وه، وحشت او تاریکیو، امن او ارام خاموشه کړی و، زورورو به کمزوري وژل او په یوازيوالي سره د یوه ځای څخه بل ځای ته سرمایه وړل ناممکن وه. 


نفس پرستي او ځان غوښتنه دې حال ته رسېدلې وه، چي نه پلرونو پر ماشومو لوڼو زړه خوږوی او نه میندو د خپلو معصومو لوڼو سره مینه لرل، ګاونډي د ګاونډي احترام نه کاوه، انسان د انسان سره مینه هېره کړې وه. قرآن کریم د دوی ددې عیبونو ترڅنګ د امن او امان بنسټ ته اشاره کوي: 


وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا


ژباړه: د الله هغه پېرزوينه درياده كړئ، چي پر تاسي ئې كړېده، تاسي يو د بل دښمنان واست، هغه ستاسي په زړونو كي مينه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورېنه تاسي سره وروڼه وروڼه شوئ. سورة ال عمران ۱۰۳


د ډبري زړه درلودونکي مور او د بې رحمه پلار ظلم ته داسي اشاره کوي: 


وَ إِذَا الْمَوْؤُدَةُ سُئِلَتْ بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ 


ژباړه: اوكله چي له ژوندۍ ښخي كړل سوي نجلۍ څخه پوښتنه وسي،  چي  هغه په كومه ګناه وژل سوي ده؟ 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته