تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نرمي سلګۍ
 
  November 4, 2015
  0
لیکنه: مولوي احمد الله ابوالبدر

د هغې مېړه په اوږده سفر تللى وو ، نازولى زوئ يې د سره اهاړ غوندي تبي نيولى وو، تبه يې وار په وار ډېرېده  بدن يې لړزېده، هلک نور هم بې واکه سو ، مور يې پرسينه لاس ورکښېښووئ د هلک زړه کمزورى حرکت کاوه .
 
يوګړى وروسته هلک څونرمي سلګۍ ووهلې، مور چي را پورته کړ روح يې تللى وو  مور د زوئ په دردونکي غم اخته وه په کوڅه کي ماشومانو نارې کړې ، چي هغه دئ تللى مسافر راغئ ، د هلک مور چي دغه ږغ واورېدئ ماشوم يې په يوه ټوټه ټوکر کي و پېچئ او يوځاى يې پټ کښېښوئ. د ځان په سنګار او سمبالښت بوخته سوه ، مسافر راغى د خپلي ګراني مېرمني سره يې خوږه شپه تېره کړه ، خاوند يې د شپې په اوږ دوکي څوواره د هلک پوښتنه ترې وکړه ، دې ورته وويل :

 هغه ارام دئ کله چي سهار سو په لمړي سباوون کي هغه وغوښتل چي د لمانځه له پاره نبوي مسجد ته ولاړسي ، مېرمني يې ترلاس ونيوئ او ورته وې وويل : د رانه پيغمبر صلی الله علیه وسلم  ته ووايه ، چي هلک مړدئ  . سړي په افسوز ور ته وويل : ولي دي مخکي نه ويل ؟ مېرمني يې ورته وويل : مانه غوښتل ، چي ستا د زړه هيلي په نا هيلۍ بدلي کړم .

پيغمبرصلی الله علیه وسلم چي په کيسه خبرسونو دعا يې وکړه : اې ربه ! له تېر ماښام  څخه دوئ ته مبارک زوئ ورکړه .
 
همدا وو چي الله جل جلاله د عبدالله په نوم صالح زوئ ورکړ او ورپسې يې نور داسي زامن  ورکړه چي تل به د خپل پلار (أبو طلحة رضي الله عنه) او مور (أُمَّ سُلَيْمٍ رضي الله عنها) سترګي په يخي وې .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۹ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته