تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د الله تعالی د وحدانیت عقلي دلیل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 30, 2021
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

 
رالېږونکی: همکار
 
د احد، رحمن او رحیم ذات الله جل جلاله وحدانیت، حقانیت او موجودیت په بېسواده، بېعلمه، بی فهمه او بی درکه ژبه او پوهه سره ثابتول کوم چي یې د هیڅ کوم قرآني آیت او نبوي احادیث په ذریعه سره تصدیق کول نه غواړم، صرف او صرف د یوه بېسواده، بیعلمه او بې عمله انسان د محدوده پوهي او فهم په ذریعه سره یې ثابتول غواړم. پدې وجهه د قرآن کریم او نبوي احادیثو څخه استفاده نه کوم، چي کوم کسان چي په قرآن باندي ایمان لري هغه بېله کوم دلیل څخه د الله جل جلاله په وحدانیت باندي ایمان لري، خو برعکس کفار او مشرکان چي پر قرآنکریم او نبوي احادیثو ایمان نلري، نو د قرآنکریم او نبوي احادیثو تصدیق چي د الله جل جلاله پر وحدانیت باندي ورکوي هم نه مني او نه ایمان پرې لري، نو ځکه زه غواړم چي بغیر له قرآنکریم او نبوي احادیثو څخه د الله جل جلاله وحدانیت او موجودیت ثابت کړم.
 
لکه څرنګه چي پوهېږو کفار د الله جل جلاله پر وحدانیت او موجودیت باندي ایمان نلري، بعضي په دې عقیده دي چي دا ټوله کاینات او نظام طبیعتاً چلیږي. انسانان، حیوانات، نباتات دا ټوله طبیعت خلق کړي دي او هر څه طبیعت سمبالوي. بعضي په دې عقیده دي چي لاسي بتان جوړوي، غوا، سپوږمۍ او نورو شیانو ته عبادت کوي او خپل معبود یې ګڼي. بعضي حضرت عیسی علیه السلام معبود، او بعضي یې د الله جل جلاله زوی ګڼي.
 
هغه کفار کوم چي په دې عقیده دي، چي الله جل جلاله شتون نه لري او هر څه طبیعت خلق کړي او سمبال کوي یې، پوښتنه ځني دا ده که هر څه طبیعت خلق کړي وي، نو ولي یوه ډېره بې ارزښته، ساده، کم وزنه، او ډېره کوچنۍ ستن طبیعت نسي خلق کولای؟ انسان خو پرېږده چي د نننۍ پرمخ تللې او په معاصره پرمختللې تکنالوژي سمبال نړۍ د انسان خلقت ته حیرانۍ وړي دي او د انسان د بدن هره عضوه ورته معجزه ښکاري او تشخیص یې نسي کولای. کچیري دا نظام طبیعت سمبال کولای نو بیا انسانانو ته څه ضرورت وو، چي دومره کړاوونه او زحمتونه پر ځان باندي تېر کړي چي یوه نوې اختراع وکړي، کمپیوټر، موبایل، انټرنیټ او نور وسایل جوړ کړي، ولي یې طبیعت نه جوړوي؟ ستن چي یوه ډېره بې ارزښته او ډېره کوچنۍ اختراع ده، لا یو څښتن لري چي هغه یې جوړه کړې ده، نو انسان چي حیوانات ورته تابع دي، د ننني عصر تکنالوژي (کمپیوټر، انټرنیت، تلیفون، طیاره، موټر، فضاء ته د ختلو وسایل او نور په میلیونونو وسایل یې جوړ کړي دي) څرنګه بې خالقه او بې څښتنه خلق سوي دي؟؟؟
 
 کچیري د همدې کفارو د جوړي کړي یوې تکنالوژۍ ته ژبه ورکړل سي او خبري وکړي، نو به دا تصدیق کړي چي انسان طبیعت نه بلکه یو معبود خلق کړی دی، خو دا بدبخته انسانان چي دومره پرمختللي دي چي سپوږمۍ ته پورته کیږي او په خپله وسایل جوړوي، د شپې او د ورځي کار کوي او په دې عقیده دي چي هیڅ شی په خپله نسي جوړېدلای او که ورته ووایې چې دا ستن کېدلای سي چي په خپله جوړه سي نو هغه به در باندی وخاندي چي دا هیڅ امکان نه لري، لېکن دا نسي احساس کولای چي زموږ پیدایښت هم پخپله نه دی سوی، دا ځکه چي الله جل جلاله د دوی په زړونو او سترګو پردې راوستلي دي. دوی اصلاً حقیقت نه ویني او نه یې درکولای سي.
 
 
هغه کفار کوم چي په دې عقیده دي، چي د ډبري څخه جوړ سوي بتان، غوا، سپوږمۍ یا کوم بل شی حقیقي او رښتینی خالق دی، نو پوښتنه ځني داده چي همدغه شیان چي تاسو یې عبادت کوی چا خلق کړي دي؟؟؟ د ډبري بت چي هیڅ یې هم په توان کي نسته، حتی یو مچ هم د ځان څخه نسي شړلای، نو تاسو ته به څرنګه ګټه او تاوان در ورسوي؟ او دا بت چا خلق کړی دی؟ انسان د هغه چا عبادت کوي او هغه څوک خپل خالق او معبود ګڼي چي هغه یې خلق کړی وي، نه هغه چي په خپله انسان خلق کړی وي. بت خو تاسو په خپله په خپلو لاسو خلق کړی دی، تاسو خپل خدای په خپله جوړ کړی دی او بیا خپل خلق سوي شي ته عبادت څنګه کوی او خپل خالق یې څنګه ګڼی؟؟؟
 
 که همدې بت ته د خبرو کولو توان ورکړل سي او خبري وکړي نو همدا بې روحه بت به د یوه خالق پر وحدانیت ګواهي ورکړي، پر تاسو به لعنت ووایي او هغه به پخپله تاسو د هغه د عبادت کولو څخه منع کړي او دا به هم درته ووایي چي تاسو خو زه خلق کړی یم، ما تاسو نه یاست خلق کړي، نو تاسو ماته ولي عبادت کوی؟ تاسو د خپل حقیقي خالق په لټه کي سئ او د هغه عبادت وکړئ. د غوایانو او سپوږمۍ عبادت کونکي دي مخکي له دې چي عبادت یې وکړي، باید د ځان څخه پوښتنه وکړي چي دا غوا او سپوږمۍ چا خلق کړي دي؟ دا خو به منې چي دا سپوږمۍ او غوا یو چا پیدا کړي؟ که همداسي وي نو هغه اصلي خالق دی، غوا او سپوږمۍ هم د هغه خالق مخلوق دی، نو ولي د هغه عبادت ونه کړو؟ غوا خو ستاسو تابع ده، غوا خو د دې توان لا نه لري چي د خپل عورت د پټولو لپاره یو ټوکر پر ځان را تاو کړي، خپل د خوراک لپاره یو څه اماده کړي، خپل ځان په اوبو پاک کړي، او کچیري همدا تاسي انسانان چي د دې غوا عبادت کوي که درې ورځي تاسو د همدې غوا پالنه او روزنه ونه کړی نو هغه به هلاکه سي، حال دا چي خالق خو تل ژوندی وي، هغه ته مرګ نه راځي او د هر څه څخه بې نیازه وي. تاسو کچیري وږي سی او د خوراک لپاره بل څه ونه مومۍ، نو بیا غوا چي تاسو خپل خالق ګڼۍ خورۍ یې هم، دا څنګه خالق دی؟؟؟ او دا څنګه ستاسو مخلوق توب دی چي یو ځلي په کلونو کلونو د هغې غوا عبادت کوی او بیا یې خوری؟؟؟ ستاسو خالق (غوا) تاسو ته هیڅ زیان نسي رسولای، لېکن تاسو مخلوق خپل خالق ته زیان رسولای سی، آیا دا امکان لري؟
 
موږ یو دنیوي مثال ورکوو: کچیري تاسو په دنیا کي یو شی جوړ کړی وي، د مثال په ډول کمپیوټر، نو تاسو د کمپیوټر جوړ کوونکي، مخترع او خالق ګڼل کیږي او تاسو د دې کمپیوټر پر هره پرزه باندي حاکمیت لری، ویجاړ کولای یې سی، خراب کولای یې سی، په کار یې اچولای سی. خو برعکس همدا کمپیوټر چي تاسو جوړ کړی دی تاسو ته هیڅ زیان نسي در رسولای، آیا در رسولای یې سي؟؟؟ که مو جواب هو وي، نو کمپیوټر تاسو ته څه زیان در رسولاي سي؟ او کچیري مو جواب یا وي نو بیا تاسو ولي د هغي غوا عبادت کوی چي تاسو ته نه زیان او نه هم ګټه رسولای سي؟؟؟
 
خالق خو باید یو وي چي ټوله بشریت یې خلق کړی وي، خوتاسو دا فکر لاهم نه کوی چي په تاسو کي بعضي د یوه شي عبادت کوي او بعضي د بل شي، آیا تاسو ته سوال نه پیدا کیږي چي انسان خو یو دی، څنګه یو انسان غوا خلق کړی دی؟ یو انسان سپوږمۍ خلق کړی دی؟ یو انسان اور خلق کړی دی؟ او یو انسان په خپله خلق سوی دی؟  تاسو ولي دا فکر نه کوی چي دا ټوله انسانان، حیوانات او هر هغه څه چي په ځمکه او اسمانونو کي دي یوازی او یوازي یوه خالق خلق کړي دي او د هغه په لټه کي سی؟
 
که خدایان تر یوه اضافه وای، نو تاسو وګوری په دنیوي ژوند کي که موږ یو هیواد فرض کړو، او بیا په ټوله هیواد کي تر ولایتونو هم تېر سو، تر ولسوالیو هم تېر سو، تر کلیو هم تېر سو، بلکه یوه فامیل ته راسو چي هغه فامیل څومره مشران لري؟ معلومداره خبره ده چي هر کور یو مشر لري، هر کلی یو مشر لري، هره ولسوالۍ یو مشر لري، هر ولایت یو مشر لري، نو څنګه به ټوله هیواد تر یوه اضافه پاچاهان ولري؟ دا چي یو کوچنی کور، کلی، ولایت او حتی یو هیواد هم تر یوه اضافه پاچاهان نلري، نو انسانان، نباتات، حیوانات، ځمکه، هیوادونه، اسمانونه او هر هغه څه چي په ځمکه او اسمانونو کي دي څنګه څو پاچاهان ولري؟ حال دا چي نه انسان څوک خلق کولای سي، نه ځمکه، نه اسمان او نه هغه نور څه چي یوه خالق خلق کړي دي. 
 
تاسو به لیدلي وي چي د تیلفونونو کمپنۍ هم یو قسم، یو ماډل او یو رنګ تلیفون نه جوړوي. نو کچیري انسان تر یوه خالق اضافي دوه یا درې خالقه درلودای، نو دوی ولي یو قسم، یو ماډل انسانان جوړوله؟؟؟ هر یوه باید کوښښ کولای چي مختلف انسانان یې جوړ کړي وای، مختلف ماډل او ډیزاین یې جوړ کړي وای. یوه خالق باید انسان داسي جوړ کړی وای چي پزه یې په پښو کي ورکړې وای، یوه ته یې یوه سترګه ورکړې وای، د یوه غوږ یې د پزي پر ځای راوستلاې وای، او داسي نور تغیرات یې پکښي راوستلي وای، خو اوس ټوله انسانان يو څېر، یو ماډل او یو ډیزاین دي. يو کوچنی تلیفون چي لا هم دوی مختلفي کمپنۍ یو قسم نه جوړوي، نو انسانان به څنګه یو قسم جوړ سوي وای کچیري یې تر یوه اضافه خالق درلودای. که څه هم تاسو هم په دې پوهیږی، چي همدا غوا او سپوږمۍ چي تاسو یې عبادت کوی تاسو یې نه یاست خلق کړي، بلکه دوی هم خلق سوي دي، لېکن بیا هم د هغوی عبادت کوی، ولي؟؟؟
 
تاسو وګوری کوم انسانان چي د حقیقي خالق د خلق سوي مخلوق عبادت کوي څومره ډېر پرمختګ یې کړی دی؟ څومره شیان یې د بشریت د هوسایني لپاره جوړ کړي دي؟ څومره فکر او شعور لري؟ څومره پوهه لري؟ څومره زده کړي یې کړي دي؟ خو د هغه سربېره د یوه حیوان شعور لا هم په هغوی کي نسته چي حیوان د حیوانیت سربېره د یوه خالق (الله) عبادت کوي، خو دا بدبخته انسان (کافر) د دومره پوهي او علم سربېره په خپل څېر او حتی تر خپل ځان هم د ډېر ضعیف او بې وسه مخلوق عبادت کوي او هغه خپل خالق ګڼي. همدا غوا چي دوی یې عبادت کوي یو حیوان دی، خو همدا غوا که پر خبرو راسي د یوه خالق پر وحدانیت باندي به شاهدي ورکړي او دوی ته به دا په ډاګه کړي چي دا هم د دوی په څیر خلق سوی مخلوق دی نه خالق.
 
 په پای کي هغه کفار کوم چي دا عقیده لري چي العیاذ بالله عیسی علیه السلام د الله جل جلاله زوی او یا هم په خپله خالق دی، نو د دوی د دې غلطي مفکورې په هکله به د دوی څخه دا سوال وکړم، دا چي عیسی علیه السلام پلار نه درلودی او پروردګار بې پلاره خلق کړی، نو پوښتنه داده چي کوم انسان چي مور او پلار دواړه ولري او د دوی دواړو د سپرم د یو ځای کېدو څخه چي کوم اولاد پیدا کیږي، آیا دا په خپله پیدا کیږي؟ دا څوک پیدا کوي؟ که دا انسان په خپله پیدا کیږي، نو تاسو د دې پرمختللي تکنالوژۍ سره سره د یوه نارینه او ښځي سپرم سره یو ځای کړی او انسان ترېنه جوړ کړی، آیا کولای یې سی؟ معلومداره خبره ده چي د ټوله نړۍ ټکنالوژي سره جمع کړی او سل کاله نور هم کار پرې وکړی د انسان یو اندام به هم جوړ نه کړی، او کچیري یې جوړ هم کړی، آیا د دې توانایي لري چي هغه ته ساه ورکړی؟ او کچیري پدې عقیده یاست چي دا انسان یو خالق خلق کوي، که خالق انسان خلق کولای سي، آیا بې پلاره یې نه سي خلق کولای؟ بېله دې چي د نارینه او ښځي سپرم سره یو ځای سي نه یې سي خلق کولای؟ لکه لمر څرګنده ده چي الله جل جلاله پر هر څه برلاسی دی او هر څه چي وغواړي تر سره کولای یې سي. تاسو فکر وکړی په دنیوي ژوند کي د یوه ملک ریس جمهور چي هر امر صادر کړي او هر څه چي وغواړي هغه کار په ډېر لږ وخت کي تر سره کولای سي، نو هغه ذات چي ټوله بشریت، ځمکه او اسمانونه یې خلق کړي دي پر هغه برلاسی نسي درلودلای؟
 
دا ځکه چي اسلام په علم، پوهه او تکنالوژۍ پوري اړه نه لري، چاته چي الله جل جلاله وغواړي ایمان او اسلام ور په برخه کړي، هغه به داسي بې سواده، بېعلمه او بې عمله انسان وي لکه زه چي یوه معمولي ستن هم نسم جوړولای، لېکن الله جل جلاله د اسلام د ستر نعمت څخه برخمن کړی یم. که ایمان او اسلام په پوهه، سواد، علم او تکنالوژي باندي د انسان په برخه کېدلای، نو زه بدبخته انسان به اوس د نړۍ د هغه کښته ترین او رزیل ترینو کفارو څخه وای، العیاذ بالله.
 
په درنښت
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته