تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شرک حقیقت او څو اقسام
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 16, 2019
  0


لیکنه: امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


شرک: د الله جل جلاله صفات بل چا ته منسوبول شرک دئ. د مثال په ډول: 


۱. په کائناتو کي د کوم بل چا اراده، اختیار او تصرف منل لکه څرنګه چي دا زموږ عقیده ده چي الله تعالی چي کله د کوم کار اراده کوي، نو ((کُن)) ووايي نو هغه کار کیږي، نو (شرک دا دئ چي) همدا د ارادې، اختیار او تصرف عقیده بل چا ته هم ثابته کړي.


۲. دا عقیده درلودل چي د الله جل جلاله پرته بل څوک هم په غیبو خبر دئ. 


۳. پردې عقیده درلودل چي د الله جل جلاله پرته نور هم شِفاء ورکولای سي.


۴. د الله جل جلاله پرته بل څوک د نفع او نقصان مختار بلل.


دا ټول مشرکانه عقیدې دي کوم چي د الله جل جلاله صفات غیرالله ته منسوبوي.


د عربو مشرکانو دا منل چي د دې کائناتو پیدا کوونکی، انتظام کوونکی، مدبر یوازي الله جل جلاله دئ او دا چي د هغه پریکړي حتمي دي، مګر هغوی په داسي شرک کي اخته وه چي تعلق يې د بندګانو سره وو. د مثال په ډول هغوی ویل: لکه څرنګه چي یو پاچا خپل نائب یا افسر کومي سیمي ته لیږي نو د پوره اختیار او پریکړي کولو سره يې لیږي تر څو د پاچا په نه شتون کي د خپل اختیار او پریکړي په مټ حکومتي چاري پر مخ بوزي. ښکاره خبره ده چي پاچا خو هر ځای پر کوچنۍ، کوچنۍ پیښو خپله توجه نه سي کولای، ځکه نو خپله ماتحتو ته اختیار ورکوي چي څه يې خوښه وي و دي يې کړي. پاچا د خپل نژدې خلکو سپارښت هم مني. 


همدا ډول الله تعالی خپلو ځينو بنده ګانو ته د خدایي صفات ورکړي دي چي د خوښۍ او ناخوښۍ اثر يې پر عامو خلکو لویږي، ځکه عام خلک باید د دې ځانګړو خلکو نژدیکت او خوښي ترلاسه کړي تر څو د حقیقي پاچا په دربار کي لاره پیدا کړي او د دې ځانګړو خلکو په سپارښتنه خپلي اړتیاوي او مرادونه پوره کړي. (دا د مشرکانو عربو عقیده وه)


همدا وجه وه چي مشرکانو به د الله تعالی ځینو خاص بنده ګانو ته سجده کول روا بلل، د هغوی پر نامه يې حیوانات حلالول، په نومونو يې قسمونه اخیستل، د هغوی څخه به يې خپلي غوښتني غوښتې، هغوی يې د الله جل جلاله په تصرفاتو کي شریکول، هغوی د دې خاصو بنده ګانو د عبادت له پاره د ډبرو، لرګیو، اوسپني او ځیني نورو موادو څخه بتان جوړول. د دې کار په تلوـ تلو کي جاهلانو دې بتانو ته د کوچنیو خدایانو رتبه ورکړه چي په دې توګه د شرک بې لاري توب خپور سو.


ماخذ: الفوز الکبیر في اصول التفسیر: ۲۳ / پښتو ژباړه: مولوي محمد اکبر

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله مشهور او منل سوی حنفي عالم دی چي د اکثره اسیايي هیوادونو د علماؤ د حدیثو سند پرده باندي ختمیږي. ژوند لیک یې دلته لوستلای سی: امام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمه الله

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته