تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
. لوى شرك .
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 10, 2020
  0

.  لوى شرك  .


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

دلوی شرک په اړه ډير آياتونه اوحديثونه راغلی دی چې ددواړو څخه به نمونه ذکرکړو .الله(ج) فرمايي : 


إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ﴿لقمان: ١٣﴾

ژباړه : بيشكه دالله(ج) سره شريک نيول لوى ظلم دى.

همدا ډول الله (ج) بل ځاى فرمايي :
 
  مَن يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّارُ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ ﴿المائدة: ٧٢﴾ .

ژباړه : هغه څوك چى دالله (ج) سره شريك ونيسى بيشكه الله (ج) جنت باندى حرام كړى دى اوځاى به يي دوزخ وى.

 

دالله (ج) دسپيڅلو ارشاداتو څخه په څرګند ډول معلوميږى چى څوك دالله (ج) سره شريك ونيسى په دوزخ كښى يى تل اوسيدل حتمى دى ، ددې خبرى دلااثبات لپاره دسيدالبشر(ص)ډيراحاديث راغلى دى دبيلګى په ډول  درسول الله (ص) څخه روايت دى  :چې اصحابو كرامو «رضی الله عنهم»ته رسول (ص) وفرمايل: ايا زه تاسو تر ټولو په لويه ګناه خبر نه كړم ؟  درى ځله يي داخبره تكرار كړه اصحابو كرامو «رضی الله عنهم» وويل : خبرموكړه يارسول الله ! رسول الله «صلي عليه وسلم» وويل : دالله «جل جلاله »سره شريك نيول دى اودمور اوپلار زهيريدل دى ، دحديث روايت كونكى وايې رسول الله «صلی الله عليه وسلم »تكيه وهلى وه ددې خبرى په كولو سره راكښينستىاووې ويل : خبر اوسى ناحقه خبره اوناحقه شاهدى لويه ګناه ده داخبره يې تكراروله ترداسى بريده پورى چى موږوويل كاشكى يې داخبره پريښي واي .

 

رسول الله «صلي الله عليه وسلم» فرمايلی دى : داوو(۷) هلاكونكوشيانو څخه ځان وژغوری ددغه اوو شيانو په لړ كې رسول الله (صلی الله عليه وسلم » يو شرك ذكر كړى .

 


taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته