تازه سرليکونه
د (عقايد) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تعلیم الایمان یا اسلامي عقائد
 
  January 3, 2013
  0
رالېږونکی: نور احمد

سوال: د اسلام بنیاد پر څو شیانو دی؟
جواب: د اسلام بنیاد پر پنځوشیانو دی.

سوال: هغه پنځه شیان چي ورباندي د اسلام بنیاد دی څه څه دي؟
جواب: هغه پنځه شیان په لاندي ډول دي:

(۱) د کلمه طیبه او کلمه د شهادت مطلب په زړه سره منل اوپه ژبه سره اقرار کول.
(۲) لمونځ کول.
(۳) زکات ورکول.
(۴) د روژې د میاشتي روزې نیول.
(۵) حج کول.

سوال: کلمه طیبه څه ده او د هغې معنی څه ده؟
ځواب: کلمه طیبه داده:لَا إِلَهَ إِلَّا اللّه مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ او مطلب یې دادی چي الله تعالی څخه پرته (ماسیوا) بل هیڅ څوک د عبادت لائق نسته او (حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم) د (الله تعالی) رالیږلی رسول دی.

سوال: کلمه شهادت څه ده او معنی یی څه ده؟ 
ځواب: کلمه شهادت داده: أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًاعَبْدُهُ وَرَسُولُهُ.
 ترجمه: زه شاهدي ورکوم چي د (الله تعالی) څخه پرته (ماسېوا) بل هیڅ څوک د عبادت لائق نسته، او زه شاهدي ورکوم چي (حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم) د (الله تعالی) بنده او رسول دی.

سوال: ایا د معنی او یا مطلب پوره کیدو څخه پرته صرف په ژبه سره د کلمي په ویلو سره سړی مسلمان کیږي؟
ځواب: یا بلکي معنی یې فهمول، په زړه سره یې یقین کول او په ژبه سره اقرار کول ضروري دی. 

سوال: په زړه سره یقین او په ژبه سره اقرار کول ته څه وایی؟
ځواب: ایمان راوړل وایي.

سوال: ګونګی انسان په ژبه سره اقرار نسي کولای، نو د هغه ایمان به څه ډول معلومیږي؟
ځواب: د هغه لپاره د قدرتي عذر په خاطر اشاره کول کافي بلل کیږي، یعني هغه دي په اشاره سره د اښکاره کړي چي الله جل جلاله یو دی حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د الله تعالی پیغمبر دی. 

سوال: د مسلمانانو لپاره پر څو شیانو ایمان راوړل ضروري دي؟ 
ځواب: پر اوو (۷) شیانو باندي د کومو چي په ایمان مفصل کي ذکر دی:
اَمَنْتُ بِاللَّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ والْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ من الله تعالی، والبعث بعدالموت.
 
 ترجمه: ما ایمان راوړی دی پر الله تعالی او د هغه پر ملائکو او د هغه پر کتابو باندي او د هغه پر رسولانو او د قیامت پر ورځ، او پر دې چي ښه وي اوکه بد ټوله د تقدیر سره سم کیږي، او هم پر دې خبره چي د مرګ څخه وروسته ژوند سته.
 

ماخذ: د "تعلیم الاسلام" د کتاب څخه
مؤلف: علامه مفتي کفایت الله دهلوي رحمة الله علیه
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته