تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وینا هنر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 13, 2023
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وینا هنر


خبري او وینا کول ځانګړی هنر دی. د دې هنر د زده کړي لپاره باید ټول په دې وپوهیږو، چي څنګه او څه ډول اغېزناکه وینا او خبري کولای شو؟
له نیکمرغه دا هنر بیا تر حده کسبي بڼه لري. مطلب هغه کسان چي غواړي ښه وینا او خبري وکولای شي د ځینو ځانګړو مهارتونو په زده کولو سره دغه هنر تر لاسه کولای شي. 


وینا او ښې خبري کول داسي نه دي، چي زموږ په فطرت کي دي نغښتي وي یا هم زموږ له پیدایښت سره تړاو ولري، بلکي دا هنر زده کړه او تمرین ته اړتیا لري.


ښه وینا کول یو هنر دی. موږ هر یو کله - کله مجبوریږو چي د نورو په مخکي وینا او خبري وکړو. لکه په وړو او سترو غونډو کي ویناوي او یا هم  د خوښیو په مراسمو (واده، د فراغت جشن، ملي او محلي جشنونه، د نوو ماشومانو د زیږیدو خوشالۍ او...)، غم (جنازه، یادغونډه، فاتحه...)، عامو غونډو، دفتري میټنګونو، جرګو او نورو وختونو کي.


که مو وینا ښه، منظمه او اغیزناکه وه زموږ له مسلکي، کاري پرمختګ، هدف ته د ژر رسېدو، د نورو د ژر او پوره قانع کولو او له ځان سره یې د ملګري کولو او زموږ د شخصیت، پوهي او رهبرۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوي. 


که د ښې وینا هنر مو نه وي زده، کېدای شي، د ډیر ښه شخصیت او زیاتي پوهي سره - سره د ګډونوالو په نظر کي عادي او یا حتی کمزوري خلک معلوم شو.


ښه وینا ډیره مشکله نده، خو زیاترو خلکو ته د مشکلو کارونو د لست د سر لومړۍ شمېره ښکاري. د وینا د مشکل ګڼلو دا ستونزه عامه خو د حل وړ ده، د ښې وینا لپاره باید لاندې برخو ته پوره پاملرنه  وکړو: 


نور بیا... 

ماخذ: د موضوع شنني له کتاب څخه 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته