تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات (لسمه برخه/ ص)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(لسمه برخه) 
(ص)


صابي: دصاحبینو په اند هغه چاته ویل کېږي، چي دټولو ادیانو څخه واوړي، دالله جل جلاله سره شریک نسي دملائکو او ستورو عبادت کوي.


صاحبین: امام ابویوسف او امام محمد رحمهما الله.


صاحب ترتیب: هغه چا ته ویل کېږي چي دبلوغ وروسته شپږ لمنځونه پرې باندي نه وي.


صاع: یوه خاصه پيمانه چي پنځه پوره عرقي سیره او دیوه سیر درېیمه کي کېږي او داوسني ګرام په لحاظ درې کیلو ګرام، ۱۴۹ګرامه او ۲۸۰ملي ګرامه کېږي.


صبح صادق: دشپې دختمیدو سره سم په افق کي په بره خپرې سوي رڼا ته وایي تر دې وروسته رڼا ډېرېږي او تردې وروسته دسهار وخت شروع کېږي.


صحابي: چي نبي کریم صلي الله علیه وسلم ئې دایمان په حالت کي لیدلی وي او پر همدې ایمان مړ سوی وي.


صحیح: هغه عبادت یا معامله چي د ارکانو او شرائطو په مرعاتولو سره پای ته ورسېږی.


صداق: مهر یا ولور.


صدقة: هغه ورکړه اوعطاء چي دالله جل جلاله څخه د اجر او ثواب امید ولري.


صدقة الفطر: سرسایه، هغه صدقه چي دکوچني اختر په سهار واجبیږي.


صَرف: دا دبیع یو خاص ډول دئ، چي د پيسو په مقابل کي پيسې ورکول کېږی لکه: دسرو زرو په مقابل کي سره زر، دسپینو زرو په مقابل کي سپین زر او یا هم دیوې سکې په بدل کي دوهم سکه.


صغیر: کوچني یا نابالغ.


صلوة: لمونځ، په خاصو شرطونو سره خاص افعال او کارونه ترسره کول.


صلوة الاستخارة: هغه لمونځ چي په دوو اړخونو کي دخیر اړخ دالله جل جلاله لخوا غوره کولو له پاره لمونځ.


صلوة الاستسقاء: هغه دوه رکعته لمونځ چي د باران غوښتلو له پاره کېږي.


صلوة الاشراق: دلمر راختلو ۱۵ دقیقې وروسته لمونځ ته داشراق لمونځ وايي.


صلوة الاوابین: دماښام دلمانځه وروسته شپږ رکعته لمونځ په یوه یا دوو یا درو سلامو سره ادا کول.


صلوة التراویح: په روژه کي دفرضو اوسنتو وروسته ۲۰ رکعته لمونځ کولو ته تراوېح وايي.


صلوة التسبیح: په یوه سلام سره څلور رکعته داسي لمونځ چي په هر رکعت کي ۷۵ واري دا تسبیح ویل کېږی: سبحان الله والحمدلله ولا اله الاالله والله اکبر.


صلوة التوبة: دګناه پر کولو باندي دوه رکعته دتوبې په نیت کول.


صلوة الجنازة: د مړي دجنازې لمونځ.


صلوة الحاجة: دالله جل جلاله څخه دیوې اړتیا دپوره کولو په نیت دعا کول.


صلوة الخوف: د دوښمن او نورو په وجه په ځانګړې توګه لمونځ ادا کولو ته دویري لمونځ وایي.


الصلوة الوسطی: دماځیګر لمونځ.


صلوة الخسوف: دلمر تندر نیووني له پاره لمونځ کول، دسپوږمۍ تندر نیولو له پاره لمونځ.


صوم: زوژه، دصبح صادق نه تر لمر لوېدو پوري دخوراک، چښاک او جماع څخه ساتلو ته روژه وايي.


صوم الوصال: دوه یا درې ورځي بېله روژه ماته روژه نیول، شپه او ورځ دواړو خواوو خوراک نه کول.


صوم ایام بیض: د میاشتي ۱۵،۱۴،۱۳ورځو رروژه نیولو ته دسپېنو ورځو روژه وايي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته