تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مړي د احترام لپاره پټه خوله درېدل
 
  February 1, 2012
  0


ليکنه: اخترم محمد جهيد

دا نن ورځ چي ځني خلک ليدل کيږي چي کله يو مخور او مشهوره سړی مړ سي نو دوی ددې مړي د احترام، عزت او غمرازۍ لپاره یو ګړی پټه خوله سي، په ډېر ادب سره ولاړ وي.
 
نو دا ډېر ناوړه او په دين کي (بدعت) او نوی شی دی چي نه د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کي وو، نه د صحابوو رضی الله عنهم په زمانه کي وو او نه د سلفو صالحينو رحمة الله عليهم په زمانه کي وو او نه دا کار د توحيد او اخلاص د آدابو سره مطابقت لري بلکه په دې کار سره ځني ناپوه مسلمانان د کفارو پیروي کوي ځکه هغوی د خپلو مشرانو او رهبرانو د مړيني په وخت کي دا ناوړه عمل سر ته رسوي او اسلام خپل پیروان په خپلو ټولو کارونو او عاداتونو کي د کافرانو سره په مخالفت امر کړي دي.

 
کوم څه چي اسلام موږ مؤمنانو ته ښودلي دي هغه دا دي چي د مسلمانانو مړو ته به دعاوي کوو، خیراتونه به پسې کوو، د هغو ښه کارونه به يادوو او د بدو کارونو د يادولو څخه به يې ځانونه ساتو او داسي نور.
نو په پټه خوله درېدو سره د مړو احترام او درنښت نه کيږي بلکي ددې کار څخه د اسلام اساسات منع کوي (ځکه د وخت په تېرېدو سره اسلامي طریقه د منځه ځي او کفري رواجونه ځای نيسي).
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته