تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د وینا کولو هنر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 7, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د وینا کولو هنر 


له ځان سره د خپلي وینا او خبرو نه تکرارول 


یو شمېر کسان تل د دې هڅه کوي، چي په هر قیمت وي خپل نظر ورکړي، چي د دوی پرله پسې خبري او نظرونه د دې لامل ګرځي، چي مخاطبان یې پر وړاندي دا ذهنیت واخلي، چي ګواکي دی یوازي خبري کول غواړي نه دا چي خپلو مخاطبانو ته یو ځانګړی پیغام ورکړي. نو د یوې ښې وینا لپاره اړینه داده، چي لا له وړاندي ورته ښه معلومات او چمتوالی ولرئ او خبري مو له ځان سره څو ځله خامخا تکرار کړي وي.


پر نورو ځان اوچت حسابول


تل مو باید دې ته فکر وي، چي په وینا او خبرو کي خپل ځان یوازي اوچت احساس نه کړئ. مطلب خپل نظر او خبري مو تل پر ځای مه ګڼئ او د نورو خبري بې ارزښته مه حسابوئ. دا باید ومنو چي نور کسان هم ښه نظر او فکر لري او باید ورته وخت ورکړل شي، چي خپلي خبري له نورو سره شریکي کړي. لکه مخکي مو چي یادونه وکړه که تاسو نورو ته د نظر او خبرو کولو وخت ور نه کړئ، نو ښایي ستاسو وینا او خبري هم پر نورو ښې ونه لګېږي او ممکن تر حده مو مزاحمت هم وکړي.


که مو په خپله وینا او خبرو کي تل د دې هڅه وکړه، چي نور له خپل نظر او فکر سره په زور موافق کړئ، نو بیا هم له خپلو مخاطبانو لاس ومینځئ.

 

پر ځان باور نه لرل


پر ځان باور نه لرل هغه څه دي، چي ستاسو د خبرو پرمهال له ظاهري بڼي څخه معلومیږي. نو د ښې وینا لپاره لومړی باید پر ځان باور ولرئ او پر ځان باور لرل دا معنا لري چي تاسو پر موضوع برلاسي یاست او له وړاندي مو وینا کولو ته پوره چمتوالی نیولی دئ.


دیکتاتورانه چلند کول


پر تاسو به دا ډېر سخته تمامه شي، چي نور دي ستاسو پر وړاندي یو ډول دیکتاتورانه چلند وکړي؛ خو که تاسو بیا همدا کړنه تر سره کوئ نو بیا خبره معلومه ده، چي خپل مخاطبان درسره یوه دقیقه هم نه شئ ساتلی؛ نو د ښې او اغېز مني وینا لپاره نورو ته وخت ورکول هغه څه دي، چي نور مو خبرو اورېدو ته لېوالتیا ښیي.


بې ځایه او بې وخته دمه (وقفه) کول


د خبرو اترو پر مهال تر ټولو بد عادت بیا دا دی، چي خپلو مخاطبانو ته د نظر ورکولو وخت نه ورکول دي. یا یې بې ځایه خبري او نظر پرې کول او په خبرو کې ځان ور اچول دي؛ نو که تاسو غواړئ ښه وینا وکړئ لومړی باید نورو ته په آرام زړه سره د خبرو او نظر ورکولو مهلت ورکړئ او باید دې کار ته تل لویه حوصله ولرئ. ځکه دا کړنه ستاسو د آرام او حوصله لرونکي شخصیت ښکارندویي کوي. د دې ټولو تر څنګ بې ځایه وقفې بیا ستاسو مخاطب ته دا ذهنیت ورکوي، چي ګواکي تاسو ښه مدیریت نه لرئ او خپله ناسته نه شئ کنټرولولی.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته