تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابوحنيفة (رح) وصيتونه (۱)
 
  May 13, 2012
  0

 دامام ابوحنيفة رحمة الله عليه وصيت خپل شاګرد ابويوسف (رحمة الله عليه) ته


نحمده ونصلى على رسوله الکريم

لومړى : دحضرت امام ابوحنيفة (رحمة الله عليه) څخه روايت سوى دى چي ده مبارک (خپل شاګرد) ابويوسف (رحمة الله عليه) ته (هغه وخت) وصيت وکړى چي د ابويوسف (رحمة الله عليه) له لورى څخه ده مبارک ته پوهه ، نيک اخلاق  اوبرلاسى پرعلم باندى ښکاره سوه او وې فرمايل :
 
دوهم: اې يعقوبه ! درنښت د پاچا کوه مقام يې لوړ ګڼه اوپه حضور کښى يې ددرواغ ويلو څخه ځان ژغوره. ( باچاته ) ته په هر وخت اوهر مهال مه ورځه ترڅو چي يې ديو علمى اړتيا لپاره بلنه نوى درکړى (د باچا دډيرتګ څخه لاس پرسر سه ) ځکه که دى بوختيا ورسره ډيره سى بې عزتي دي کوي اومقا م دي دده په وړاندى راټيټيږى داسي ورسره واوسيږه لکه داوره سره چي اوسيږي گټه ځني اخله اوليرى ځني اوسه مه ورنژدي کيږه ځکه تا سوځي او تاوان ځني اخلى ځکه پاچا چي دکوم عزت لټه ځان لره کوي نورو ته يې نکوي . 

دريم  : دپاچا په وړاندي دډيرو خبرو کولو څخه ځان وژغوره ځکه چي دى ستا ويناوى څيړي ددې لپاره چي انډيوالانو ته وښيي چي دى تر تا پوه دى ستا غلطيانى په ګوته کوي چي دخپل قوم په سترګو کښي دي ټيټ وښيي .

څلورم : کله چي پاچا ته ورځي دځان ددرنښت تر څنګ دنورو درنښت هم وپيژنه .

پنځم : پاچاته پر داسي مهال مه ورځه چي په وړاندى يې داسي پوهان ناست وي چي تا نه پيژني ځکه که ( دپوهي په ډګر کښي تردوى ) ټيټ يې ښايى چي تا وځوروى او که په پوهه کښي تردوى پياوړى يې ښايى چي ( په خبروکي )  تا ټيټ کړي اوله دې امله دپاچا دسترګو وغورځى .

شپږم : کله  چي  پاجا د دولتي کارونو  څخه ( ديوکار )  وړانديز درته وکړي ترهغه بريده يې مه قبلوه ترڅو ستا ، ستا دمذهب او ستا دمسلک قضا رضا نه وي پکښي نغښتي ددې لپاره چي په دولتي چارو کښي دپرديو دمذهب وکړني ته اړنسي.

اووم : دپاچا ددوستانو اوانډيوالانو سره اړيکي مه لره بلکي يوازى ده ته نژدې کيږه . 

اتم : دپاچا دانډيوالانو څخه ليري اوسه چي مرتبه او درنښت دي دتل لپاره پاته سي . 

ان شاءالله نور بيا...
----
ماخذ: د دامام اعظم رحمة الله عليه وصيتونه کتاب څخه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته