تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قَسم (د ښځو ترمنځ وېش)
 
  May 31, 2012
  0

  د چا چي دوې ، درې یا څلور ښځي په نکاح کي وي نو د هري ښځي سره به شپه په نوبت تېروي .

همدا راز به د هغوى تر منځ په هستوګن ځای ، جامو او خوراکه کي د عدالت او برابرۍ څخه کار اخلي .
د ښځو ترمنځ نوبتي شپې تېر ته د فقهي په اصطلاح کي قَسم وايي ، د ښځو تر منځ قَسم کول او ټولو ته په برابر ډول خرڅ ورکول پر مېړه واجب دي .

ځکه په قرآن پاک کي چي الله جل جلاله  د دوو ، درو او څلورو ښځو سره د نکاح تړلو د جواز حکم بیان کړى دى تر هغه وروسته یې هلته داسي فرمایلي دي :
 
.......... فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكنُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلَّا تَعُولُوا (٣ النساء ) 
ژباړه : نو که تاسو بېرېدلاست چي د دوو ، درو او څلورو ښځو تر منځ دي عدالت و نه کړای سى ، بیا یوه ښځه په نکاح کوئ ، یا پر خپلي مینځي بسنه کوئ ، دا د ظلم څخه د ژغورني تر بل هر کار نژدې يعني اسان کار دی .
 
څوك چي د يوې ښځي څخه زياتي ښځي ولري ، يوې ته به هم تر هغي بلي په هستوگن ځاى ، خوراكه ، جامو او خرڅ وركولو كي امتياز نه وركوي او نه به د يوې د شپې تېر په نوبت كي د بلي ښځي سره شپه يا ورځ تېروي ، البته كه يوه ناروغه وي د پوښتني او درملني د پاره يې د بلي ښځي په نوبت كي ورتللاى سي .

په قسم كي پېغله ، كونډه او سپين سرې فرق نه سره لري او ټول په شپه تېر كي برابر حق لري .
که په بنو كي يوه بلي ته د شپې تېر نوبت وبخښي بيا يي مېړه كولاى سي چي د هغې نوبت د هغي بلي سره تېر كړي ، خو بيا هم دا ښځه په هر وخت كي كولاى سي چي خپل نوبت ځني واخلي .
 
مېړه كولاى سي چي په خپله خوښه هره ښځه چي يې زړه وي په سفر كي د ځان سره بوځي ، خو غوره دا ده چي تر منځ يي هيسكه وكړي تر څو د ټولو زړونه خوښ وساتي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي به په سفر تلى نو د ښځو تر منځ يې قرعه او هيسکه  كول .

څوك چي د خپلو ښځو تر منځ په كاليو ، خوراكې ، هستوگن ځاى او شپه تېر كي د عدالت او برابرۍ څخه كار نه اخلي د هغه سزا د قيامت په ورځ دا ده چي نيم بدن به يې وچ او فلج وي . 
ځكه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي : څوك چي دوې ښځي ولري او بيا يوې ته ورتېر وي نو د قيامت په ورځ به يې نيم بدن كوږ او فلج وي . 
 
البته د زړه په مينه او محبت او جماع كي د ښځو تر منځ برابري راوستل پر مېړه لازم نه دي ، ځكه په زړه كي د يو چا سره مينه درلودل د انسان په اختيار كي نه ده او جماع هم په طبعي ميلان پوري اړه لري .
 
 مسلمان بايد د خپلو ښځو تر منځ د عدالت څخه كار واخلي او د قسم لحاظ يي وساتي .

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  نهه ښځي په يوه وخت كي په نكاح وې ، البته دا د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ځانگړتيا وه ، د امت يو كس لا هم تر څلورو ښځو زياتي ښځي په يوه وخت كي نسي په نكاح كولاى .
رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د همدغو نهو ښځو تر منځ عدالت كاوه او په نوبت يې يوه شپه د يوې او بله د بلي سره تېرول .

خو څه مهال چي ناروغي يې سخته سوه ، يوه شپه د يوې او بله شپه د بلي سره تېرول پر تكليف سوه ، زړه يې غوښته چي د ژوند پاتي شپې د عايشي رضي الله عنها په خونه كي تېري كړي ، هره ورځ به يې پوښتنه كوله چي سبا ورځ مي نوبت د كومي ښځي سره دى ، هغوى يې په مقصد پوه سوې چي د عايشې رضي الله عنها نوبت ته يې تلوار دى نو ټولو اجازه ور كړه چي د هري ښځي سره يې زړه وي هلته د ناروغۍ په مده كي واوسي .

د هغوى د اجازې وروسته يې پاتي شپې د عايشې رضي الله عنها په حجره كي تېرولې ، ترڅو د دوشنبې په ورځ د عايشې رضي الله عنها د نوبت په ورځ يې د عايشې رضي الله عنها په غېږ كي د فاني دنيا څخه د باقي دنيا و خوا ته رحلت او كوچ وكړى .
 
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته