تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په نیکټايي کي لمونځ کول څنګه دی؟
 
  December 20, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (٣١٦)

نوم: اسد الله برى

د اوسېدو ځای: الشارقة

سوال : په نيکټايي کي بېله ضرور ته لمونځ کول څنګه دئ روا دي او که نه ؟

جواب :  لمونځ صحيح دى مګر مطلق نيکټايي په غاړه کول بدکار او مکروه عمل دى ځکه چي دا د نصاراوو  او يا نورو عامو کافرانو سره مشابهت دى (۱)  او دا د دوی شعار دى و خپلي غلطي عقيدي ته (صلیت عیسی علیه السلام) یعني د عيسى عليه السلام په دار  ځړولو طرف ته اشاره ده او دا عقیده  د قرانکريم د نص صريح خلاف ده له همدې وجي یې هم په غاړه کول جائز نه دي ، چي دا کار څه تخفيف في الحکم راولي خو بيا هم انګريزي لباس دى مګر د شرک او يا حرامو حکم نه ورباندي لګيږي . 


کتبه: مولوي سید عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : من تشبه بقوم فهو منهم ای فی الاثم والخیر . مرقاة، کتاب اللباس ، ۸/۱۵۵
 
(۲): فتاوی محمودیة . ج۱۹ ،ص۱۸۹.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته