تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په لمانځه کي توجه، خفګان او تهجد
 
  May 29, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۲۱)

نوم: عبدالروف نظري
                                                         
سوال : ستاسودرانه حضور ته پوښتني لرم چی هغه پدی ډول دي .۱ - په لمانځه کی ددنیاوی کاروپه اړه سوچ اوفکر رانه کیږی خوکله سوچی فکراوکله رانه توجه بلی خواته اړول کیږی نو لمونځ فاسد کیږی کنه .٢ - داچی زړه خفګان بی له کومی سبب یا وجه یی معلومه نه وی.۳- اوشپی پر یوولس یا تر دولسو بجو پوری نفل یا تهجد لمونځ سنګه ده کیږی اوکنه آیا کیږی او څومره ثواب لری

 جواب : 

حامداً و مصلياً

۱: په لمانځه کي د دنیوي کارو په اړه سوچ،  فکر او توجه بلي خواته اړول لمونځ نه فاسدوي، خو کوښښ باید وسي، چی حضور برابر وي. 

۲: د زړه د خفګان لپاره دي، دا دعا ووایي: (اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ وَالْعَجْزِ وَالْكَسَلِ وَالْجُبْنِ وَالْبُخْلِ وَضَلَعِ الدَّيْنِ وَغَلَبَةِ الرِّجَالِ)

۳: ښه خبره داده چي د تهجد لمونځ تر خوب وروسته په نیمه شپه کی یا د شپې په آخري حصه کي وکړي، او د تهجد د لمانځه ثواب ډېر زیات دی، په دې لمانځه سره سړی الله جل جلاله ته نژدې کېږي، ګناهونه ئې الله رب العزة  ور معافوي، او د ګناهو څخه سړی منع کوي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):  وعن أنس قال كان النبي صلى الله عليه وسلم يقول : " اللهم إني أعوذ بك من الهم والحزن والعجز والكسل والجبن والبخل وضلع الدين وغلبة الرجال. باب الاستعاذ، الفصل الاول، مشکوة، ج۱، ص۲۱۶. طبع امیر حمزه کویټه. 

و ایضاً: عن أبي أمامة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " عليكم بقيام الليل فإنه دأب الصالحين قبلكم وهو قربة لكم إلى ربكم ومكفرة للسيئات ومنهاة عن الإثم " . باب التحریض علی قیام اللیل. مشکوة: ج۱، ص۱۰۹.

و ایضاً: عن أبي هريرة قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " إن الله تعالى تجاوز عن أمتي ما وسوست به صدورها ما لم تعمل به أو تتكلم. باب الوسوسة: مشکوة: ج۱، ص۱۸. 

و ایضاً: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم بَارِزًا يَوْمًا لِلنَّاسِ فَأَتَاهُ جِبْرِيلُ فَقَالَ مَا الإِيمَانُ قَالَ الإِيمَانُ أَنْ تُؤْمِنَ...الخ. مَا الإِحْسَانُ قَالَ : أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ ، فَإِنَّهُ يَرَاكَ. باب سؤال  جبرئیل النبی صلی الله علیه وسلم عن الایمان، ج۱، ص۱۲، بخاری شریف، قدیمی کتب خانه کراچي.

(۲): ولها آداب تركه لا يوجب إساءة ولا عتابا كترك سنة الزوائد لكن فعله أفضل ( نظره إلى موضع سجوده حال قيامه وإلى ظهر قدميه حال ركوعه وإلى أرنبة أنفه حال سجوده وإلى حجره حال قعوده وإلى منكبه الأيمن والأيسر عند التسليمة الأولى والثانية ) لتحصيل الخشوع. الدرالختار: ج۲، ص۲۱۴. رشیدیه کویټه.

(۳): وأيد بما في معجم الطبراني من حديث الحجاج بن عمرو رضي الله عنه قال { يحسب أحدكم إذا قام من الليل يصلي حتى يصبح أنه قد تهجد ، إنما التهجد المرء يصلي الصلاة بعد رقدة. ردالمحتار: مطلب في صلاة اللیل، کتاب الصلاة، ج۲، ص۵۶۵. رشیدیه کوئټه.

(۴): تهجد اصالةً وه ہے که سوکراٹهہ کر نصف شب گرزنے کے بعد پڑهے. فتاوی محمودیه، للعلامة مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (مفتي سابق بدارالعلوم دیوبند-هند): ج۷، ص۲۳۴، فاروقیه کراچي.
محض خیالات انے یا دل سی دعاء نکلنے سے نماز میں خلا نہیں آتا ، خداوند تعالی کی عظمت اور جلال کا تصور کرکے نماز پڑهے که میں اس کو دیکهہ رہا ہوں اور و مجہے دیکهہ رہا، ۲ اور ہر رکن کی آداب کی رعایت رکهی جائے تو ان شاءالله تعالی نماز کا حظ حاصل هوگا اور خیالات بهی پریشان نہیں کریں گے. فتاوی محمودیه: ج۶، ص۶۲۵. طبع فاروقیه کراچي.
 
جواب: مولوي عبدالولي 
الجواب صحيح:مولوي شاه ولي الله، مولوي سردار محمد و مفتي جان محمد
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته