تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: (واخه واخه لور دي بوزه) الفاظ
 
  June 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨۵۷)

نوم: ب. الفت
                                                         
سوال :  يوه ورځ زما او زما د خواښي تر منځ لفظي شخړه سوه په جنګ کي ما خپلي خواښي ته وويل واخه واخه لور دي بوزه او حال داچه ما د خپلي ښځي سره په زړه کي محبت درلودي يا دا خو به په کنايي الفاظو کي نه راځي. که راځي نو ماته څه کول په کار دي؟ 

 جواب

حامداً و مصلياً

 يا د سوي الفاظ ( واخه واخه لور دي بوزه) په کنايي الفاظو کي راځي، البته ستاسي نيت ته اعتبار دی دا چي ستا په زړه کي د ياد سوي الفاظو څخه د شخړي په حال کي طلاق نه ؤ، نو طلاق نه واقع کیږي، نه رجعي او نه بائن مګر په راتلونکي کي بايد د خپل قهر د سړولو لپاره د داسي الفاظو څخه ډډه وسي، او پرځاى ئې د برداشت، فکر او سوچ څخه کار واخيستل سي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):ويصدق فيما يصلح جوابا وردا مثل قوله اذهبي اخرجي قومي تقنعي تخمري وما يجري هذا المجرى لأنه يحتمل الرد وهو الأدنى فحمل عليه وفي حالة الغضب يصدق في جميع ذلك( يعني اقسام الکنايات) لاحتمال الرد والسب. الهدايه: ج٢، ص٦٩. حبيبية. 



جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته