تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر هغه پیسو زکات چي کال پر تیر سي
 
  August 1, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٩۴۷)

نوم: نور الله

د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)

سوال: که د يو چا پر پيسو باندي کال تېر سوي وي ذکات پر سته؟ او د يوه کال څخه وروسته نوري پيسې په لاس ورغلې يعنى کال نوي پر تېر سوى روژه راسي نو دغه کس بايد د کومو پيسو ذکات ورکړي؟ 

جواب : 

حامداً و مصلياً

پر کومو پيسو چي هجري قمري(سپوږميز) کال تېر سي په هغو کي زکات واجب دى. 

او کومي پيسې چي دکال تېريدلو وروسته لاس ته راسي پر هغو باندي چي بيا عليحده کال تېر سي زکات واجبيږي، البته که  کال لا تېر سوی نه وي موجوده مال ګټه وکړي او يا له بلي خوا څه داسي مال لاس ته راسي چي هغه هم د موجوده مال له جنسه وي يعني نقدي پيسې وي يا بل تجارتي مال وي، نوبيا د ټولو زکوة پر يوه ځاى ورکول کيږي پر هغه لاس ته راغلي مال باندي عليحده کال تېريدل شرط نه دي، ځکه چي د کال په جريان کي لاس ته راغلى دى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): (ومنها حولان الحول على المال ) العبرة في الزكاة للحول القمري.
ومن كان له نصاب فاستفاد في أثناء الحول مالا من جنسه ضمه إلى ماله وزكاه المستفاد من نمائه أولا وبأي وجه استفاد ضمه سواء كان بميراث أو هبة أو غير ذلك. فإن استفاد بعد حولان الحول فإنه لا يضم ويستأنف له حول آخر بالاتفاق هكذا في شرح الطحاوي. فتاوي الهندية: ج١، ص١٧٥، مکة المکرمة  و رشيدية کتاب الزکوة.

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته