تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۱۶)
نوم: حاجي فدامحمد
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان )
سوال : دلقمان حکیم په اړه معلومات راکړي چي دی څنګه شخص و چي دده په اړه په قرانکریم کي یو ایت نازل سوی دی، که په دې اړه معلومات راکړي مهرباني به مو وي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
لقمان حکیم موحد، عالم او د تقواڅښتن ؤ او دد ه دستر شخصیت پیژندني له پاره بس هماغه قراني ایاتونه کفایت کوي چي دده دوینا حکایت پکښي سوی دی لکه: وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لِابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ. سورت لقمان ایت۱۳.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): د زیات تفصیل له پاره دي معارف القران تفسیر وکتل سي. ج۷، ص۳۴.
جواب:مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان