تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په تشهد کي د شهادت ګوته پورته کول
 
  January 21, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۲۶)

نوم: هستي محمدهڅاند

د اوسېدو ځاى: ( هندوستان )

سوال : د لمانځه دالتحیات په وخت کي دراسته لاس دشهادت ګوته څومره او څه  وخت پورته کیږي، او حکم ئې څه دی؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په التحیات یعني( اشهدأن لااله الاالله) په کلمه کي دګوتي پورته کول سنت دي، دپورته کېدلو طریقه ئې په دې ډول ده:

دراسته لاس خمچه ( کوچنۍ) ګوته  او هغ ورپسې( متصله) ګوته دا دواړي به پر ورغوي باندي کښیږدي او د مابینځ او بټه ګوته د دغو دواړو ګوتو څخه به حلقه جوړه کړې او دشهادت ګوته به په ( لااله) کلمه سره پورته کړي، خو بیخي ډيره به ئې نه پورته کوي څه اندازه به ئې کښته دروي،  او  پر ( الاالله) باندي به ئې راکښته کړې او پر دغه پورتني صورت( حلقه ) به يې پرېږدې تر څو چي سلام ګرځوې، تر سلام ګرځولو مخکي مخکي به لاس نه غوړوې. والله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  عن ابن عمر قال : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا قعد في التشهد وضع يده اليسرى على ركبته اليسرى ووضع يده اليمنى على ركبته اليمنى وعقد ثلاثا وخمسين وأشار بالسبابة .... وفي رواية : كان إذا جلس في الصلاة وضع يديه على ركبتيه ورفع أصبعه اليمنى التي تلي الإبهام يدعو بها ويده اليسرى على ركبته باسطها عليها . رواه مسلم . مشکوة المصابیح: کتاب الصلوة، باب التشهد، الفصل الاول. ج۱، ص۸۴.

(۲):وعن نافع قال : كان عبد الله بن عمر إذا جلس في الصلاة وضع يديه على ركبتيه وأشار بأصبعه وأتبعها بصره ثم قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " لهي أشد على الشيطان من الحديد " . يعني السبابة . رواه أحمد. مشکوة المصابیح، کتاب الصلوة باب التشهد. الفصل الثالث. ج۱، ص۸۵.مکتبه عمریه.

(۳):عَنْ مَالِكِ بْنِ نُمَيْرٍ الْخُزَاعِىِّ عَنْ أَبِيهِ قَالَ رَأَيْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم وَاضِعًا ذِرَاعَهُ الْيُمْنَى عَلَى فَخِذِهِ الْيُمْنَى رَافِعًا أُصْبُعَهُ السَّبَّابَةَ قَدْ حَنَاهَا شَيْئًا. رواه ابوداود. باب الإِشَارَةِ فِى التَّشَهُّدِ. ج۱، ص۱۵۰. مکتبه رحمانیه.
 
(۴): وصحح في شرح الهداية أنه يشير ، وكذا في الملتقط وغيره. وصفتها : أن يحلق من يده اليمنى عند الشهادة الإبهام والوسطى ، ويقبض البنصر والخنصر ، ويشير بالمسبحة ... ويرفع الأصبع عند النفي ويضعها عند الإثبات. ردالمحتار: ج۱، ص۳۷۶، کتاب الصلوة، فصل فی بیان تألیف الصلوة الی انتهائها. مکتبة رشیدیة.

(۵): فتاوي محموديه: ج٥، ص٦٣٥. و کذا في فتاوي رحيميه: ج٥، ص٣٣- ٣٤، 
جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته