تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شعر تعریف
  تعلیم الاسلام
  September 3, 2017
  0

 دشعر د تعريف په اړه پوهان بېل بېل نظرونه لري هر يوه دخپل فکر مطابق تعريف کړی دئ که څه هم دهغه تعريفات دالفاظوله مخي بېل دي مګر مفهوم يې تقريباً سره نژدې دئ .

ځيني وايي : هغه ساده بيان چي احساسات ورسره ګډوي شعر بلل کيږي. ابن خلدون وايي: داسي کلمات چي موزون وي اوقافيه ولري اوپه اراده لیکل سوي وي هغه شعر بلل کيږي.
 
پوهاند صديق الله ریښتين وايي: شعر هغه وينا ده چي الفاظ يې ښکلي وي او ويونکی يې په فکر ، پوهه ، ذوق ، د زړه هيجان او د روح اغېزه سره ګډ کړي.

عبدالحمید مهمند وايي:
 
شعر نه دی دا خوناب دزخمي زړه دئ
يادستي وتلی دم له خولې دمړه دئ
يانغمه دنيم بسمل مارغه دخولې ده
يامجنون ته معماښکلې لیلا ده
يا دوينواباسين وهلی موج دئ
يا دښاره دحيرت وتلی فوج دئ
 
 
 
 
که موږ د حمید بابادغه بيتونه په دقت سره وګورونو وبه وينو چی حميد بابا په څومره ښائسته الفاظو اونادره تشبيهاتو سره شعر تعريف کړیدی کله يې دزخمي زړه خوناب بولي کله يې دهغه وروستنۍ ساه سره چي دصورت څخه په ډېر حسرت اوارمان وتلې وي تشبیه کوي اوکله يې نيم بسمل مارغه دخولې نغمه يا مجنون ته دليلا معما بولي اوکله يې دوينو داباسین سره پداسي حال کي چي څپې وهي اويا ديوعالم حيرت سره تشبيه کوي .
 
اې رحــــمانه د بلبلو ژبـــــــه زده کړه
پس له هغه په صفت دګل اندام سه
 
عبدالرحمان بابا د ستايونکي  شی  دستایني لپاره د بلبلو د ژبي زده کړه لازمي بولي .
 
شعر داسلام دمقدس دين دنظره
 
په مبارکو نبوي احاديثو کي دشعر په اړه بېلابېل ارشادات موجود دي:
 
عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ ذُكِرَ عِنْدَ رَسُولِ اللهِ  صلی الله علیه وسلم الشِّعْرُ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ  صلی الله علیه وسلم  هُوَ كَلاَمٌ فَحَسَنُهُ حَسَنٌ وَقَبِيحُهُ قَبِيحٌ (رواه دارقطني۵/۲۷۴)
 
ژباړه: حضرت عائشه رضي الله عنها وايي درسول الله صلی الله علیه وسلم  په مخ کي شعر ذکر سونورسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل شعر يو کلام دی نوښه شعر ښه کلام دی اوبدشعر بد کلام دئ .
 
نو هغه شعر چي دحراموشيانو لکه:شراب،موسيقي اونورو صفت اوستاينه پکښي سوې وي اويا لوڅ اوبربنډ الفاظ پکښي کارول سوي وي بد شعر دی او هغه شعر چي داسلام دمقدس دين ښيګڼي پکښي بیان سوي وي اودخپلی ټولني داصلاح په نيت ليکل سوي وي ښه شعر بلل کيږي .
 
 نودمؤمن شاعر شعر بايديو اصلاحي پيغام ولري اوخپل پيغام په ښائسته او رنګينوالفاظوبیان کړي ځکه لکه څومره چي په شعر کي يو ښه موضوع اړینه ده دغه رنګه دموضوع دبيان طرز هم مهم دی ولي چي ښه ويناډېره اغېزناکه وي لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
 
إن من الشعر لحكمة. رواه البخاري
ژباړه: بعضي شعر حکمت وي.
 
دغه رنګه په بل حديث شريف کښي فرمايي: (ان من البيان لسحرا) رواه البخاري 
ژباړه: ځيني بيان دسحر اثر لري.
 
دپورتنيو مبارکواحاديثو څخه څرګنده سوه چي ښه شعر حکمت وي يعني هغه شعر چي ښه موضوع اوپيغام ولري حکمت دی نودغه رنګه دغه دحکمت څخه ډکه وینا که په ښه اوښکلوالفاظووليکل سي نودسحرپه څېر اثر لري.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته