تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د امیر تصور- قصه
 
  October 22, 2015
  0
لیکنه: عبدالسلام حنفي
 
په اسلام کي د امیر تصور دا نه دی چي امیر دي پر تخت کیني او حکم دي چلوي ، بلکي په اسلام  کي د امیر تصور دا دی  چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیان کړی دی، فرمایي:

سید القوم خادمهم. (کنزالعمال رقم الحدیث ۱۷۵۱۷)
د قوم سردار د د وي  خادم وي .

علامه مفتي محمد شفیع صاحب یوه واقعه بیان کړې ده وایي  چي موږ د دیوبند څخه یو بل ځای ته په سفر روان وو. نو زموږ استاذ مولانا اعزاز علي صاحب  چي په دارالعلوم دیوبند  کي د شیخ الادب په نامه سره مشهوره وو. هغه هم راسره په سفر روان وو  چي کله موږ اسټیشن ته ورسیدو نو د موټر را رسیدو ته یو څه وخت پاتي وو نو مولانا اعزاز علي صاحب وويل  چي په حدیث شریف کي راځي چي کله تاسو کوم ځای ته سفر کوي  نو یو تن امیر و ټاکئ نو موږ هم باید امیر و ټاکو . مفتي صاحب وایي چي موږ خو شاگردان وو هغه استاذ وو . نو موږ وويل چي د امیر ټاکلو ته څه ضرورت دی امیر خو موجود دی مولانا صاحب پوښتنه وکړه  چي څوک دی؟ موږ وويل  چي امیر خو تاسو یاست ځکه ته استاذ یي، موږ شاگردان یو.

مولانا صاحب وويل چي ښه تاسو ما امیر جوړوی؟ موږ وويل هو ستا څخه سوا به نو بل څوک امیر وي؟ مولانا وفرمایل  چي ښه دی خو د امیر هر حکم به منئ، ځکه د امیر معنی دا ده  چي د هغه د حکم اطاعت وشي موږ وويل  چي امیر مو جوړ کړی نو ان شاء الله د هر حکم اطاعت به دي هم کوو. مولانا صاحب رحمة الله علیه وويل  چي صحیح ده زه امیر یم او زما حکم منی.
 
چي کله موټر راغلی نو مولانا اعزاز علي صاحب د ټولو ملگرو څخه سامانونه پر سر او څه یی په لاسو  کي پورته کړل او روان شو . موږ وويل مولانا صاحب تاسو دا څه کوی ؟ موږ یې وړو!!
 
مولانا وويل چي نه تاسو امیر ټاکلی دی نو حکم به یې هم منی او دا سامان زه پورته کوم نو هغه ټول سامان یې پورته کړو او په موټر کي یی کیښودلو او بیا په ټول سفر کي چي به کله د مشقت کار راتلی نو خپله یی کوی او چي کله به موږ څه  ويل نو دستي به مولانا صاحب ويل چي گوری تاسو زه امیر ټاکلی یم او د امیر حکم به منی لهذا زما حکم ومنی .

مفتی صاحب وایي د ده امیر جوړول زموږ لپاره قیامت شو!

په حقیقت کي د امیر تصور همدا دی.

نن چي موږ د امیر تصور کوو نو د باشاهانو او حاکمانو په صورت  کي یې تصور کوو چي د خپل رعیت سره خبري کول هم نه خوښ وي خو د قران او حدیث تصور دا دی چي امیر هغه شخص دی چي خدمت وکړي د امیر دا معنی نه ده  چي بادشاه به وي  او خپل حکم به چلوي او بس، نور خلک به د ده غلامان او نوکران  وي  بلکي د امیر معنی داده چي بېله شکه فیصله خو به د ده معتبره وي  خو هغه به یې د خدمت او خیرخواهی په خاطر وي . (اصلاحي خطبات علامه تقي عثماني مد ظله العالی .صفحه ۱۶۷ _۱۶۸)

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته