تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تخلیق که ارتقاء؟
  تعلیم الاسلام
  November 8, 2015
  0
لیکنه: عبدالغفار جبیر/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د ډاروين د نظريې رد ((Creation or Evolution?:
 
ژوند څنګه پيدا سو؟ ځيني د ارتقاء د نظريې (Evolutionary Theories) منونکي، بنسټ ايښودونکي او فلاسفه په دې آند دي، چي ژوند د اور غورځوونکي غره له منځ څخه پيل سو. 
 
ځيني په دې آند دي، چي ژوند د سمندر له لاندي برخي څخه پيل سو.
 
ځيني بيا په دې آند دي، چي دا هر څه ( ژوند او مخلوقات) له يوې حجرې څخه پيل سول.
 
خو بل لور ته د دې ثبوت هيڅوک نسي وړاندي کولای، چي دا ژوند څنګه او کله پيل سو؟ که موږ اوسني ساينس ته راسو، نو هغه دا ټوله نظريات غلط ثابت کړل؛ که ډي اين اې  (DNA)ته راسو د هر ژوندي شي په حجرو(Cells)  کي ډي اين اې (DNA) سته، چي د ژونديو موجوداتو د جوړښت ټول تفصيلات پکښي موجود دي. اوس سوال دا دی، چي دا (DNA)  څنګه پيدا سوه؟ 
 
ددې هيڅ امکان نسته او نه ېې څوک په ثبوت رسولای سي، چي (DNA) دي له بې روحه مادې څخه په وجود راغلې وي. ځيني ساينس پوهان دا ګمان کوي، چي په (DNA) کي داسي ماليکيولونه موجود وه، چي هغه په (DNA) باندي بدل سول، چي د دې ثبوت نه په ساينس کي سته اونه يې په يوه لابراتوار کي څوک په ثبوت رسولای سي. هره حجره د خپل (DNA) په معلوماتو پوهيږي او د هغه مطابق کار کوي، ساينس پوهان په دې پوهيږي، چي (DNA) د کمپيوټر د سافټوېر په شان او حجره يې د هارډوېر په شان کار کوي، نو له همدې امله ټول هغه ساينس پوهان، چي د ډاروين د نظريې منونکي دي، دا سوال کوي، چي په (DNA) کي پراته معلومات له کومه پيدا سول؟ چا پيدا کړل؟ دغو سوالونو ته ټوله حيران اوشرمنده دي.
 
 بيا په هره حجره کي مختلف قسمونه او د پروټين ماليکيولونه شتون لري، چي د پروټين يو ماليکيول د بې حسابه امينو اسيدونو څخه جوړسوی دی، چي په خاص ترتيب سره پراته دي او ځانګړي جوړښتونه لري او د پروتينو هر ماليکيول ځان ته يو خاص شکل هم لري. اوس سوال دا دی، چي دا د پروټينو ماليکيول څنګه پيدا سوه؟ هيڅ ساينس پوه د دې ځواب نلري. 
 
نړيوال تکړه ساينس پوه پال ډيويس ليکي: دا چي يوه حجره د زرګونو پروټينونو څخه جوړه سوې ده، نو دا ممکنه نه ده، چي پروټينونه دي خپله پيدا سوي وي. ټول ساينس پوهان په يوه خوله وايي، چي د پروټين ماليکيول د ماشين په څېر پېچلې دنده ترسره کوي؛ د بيلګي په شان هغه په حجرو کي غذا له يوه ځای څخه بل ځای ته انتقالوي او په انرژي يې بدلوي، د حجراتو ترم يم کوي، په مختلفو برخو کي د حجرو معلومات له يوه ځايه بل ځای ته انتقالوي او داسي نور.
 
ايا دا امکان لري، چي دغه پيچلی نظام دي په خپله پيدا سوی وي؟ دا وظيفې چا ورکړې؟ په اتفاق سره ټول نړيوال ساينس پوهان وايي، چي دا هيڅ امکان نلري.
 
 د انسانانو او حيواناتو د ژوند پيل د مور د القاح سوي هګۍ(Fertilized Egg)  څخه پيل سوی دی، بيا دا هګۍ پر مختلفو برخو وېشل سوې ده، چي مختلفي حجرې لري، د دې حجرو جوړښت او دندي يې په خپل منځ کي توپير سره لري. اوس سوال دا دی، چي دا حجرې څنګه پيداسوې؟ 
 
دا وظيفې چا ورکړې؟  تر اوسه د ډاروين د نظريې منونکي په دې نه پوهيږي، چي يوه ساده حجره څنګه په وجود راغله؟ او دا څنګه امکان لري، چي دا ټوله مځکي، اسمانونه، نباتات، حيوانات او نور مخلوقات دي په خپله پيداسوي وي! نه هيڅ کله نه.
 نړيوال جيولوجي پوه پروفيسر مايکل بهې وايي: موږ چي د حيواناتو جوړښت ته په کوم نظر ګورو يايې توقع کوو ډېر سخت او پيچلی دی. دا چي ساينس پوهان د حيواناتو د جوړښت نظام ته حيران دي، نو دا ټول مخلوقات څنګه په خپله پيدا سول؟ که انسان ته راسو، انسان مينه، لوريينه، صبر، زړورتيا، عقل، فکر او داسي نوري ځانګړتياوي لري دا څنګه په انسان کي راغلې؟ د دې شيانو تقسيم چا وکړی؟ د دې ځانګړتياوو لپاره ولي انسان انتخاب سو، چي په انسان کي راغلل؟ او داسي نور په زرهاوو سوالونه سته، چي بې ځوابه دي. 
 
دا چي ټول ساينس پوهان ددې ځواب نلري. هغه ساينس پوهان چي د فلاسفه و او د ډاروين د نظريې منونکي وه کله چي يې داسي سوالونه مخي ته راغلل، ډېر يې په دې قانع سول، چي  ددې مخلوقاتو يوخالق سته، يوصانع سته، يو پالونکی او اداره کوونکی سته؛ د بېلګي په ډول د فلاسفه وو پروفيسور اينټوني فلو، چي يو وخت د الله جل جلاله له وجوده منکر وو او پر دې يې زيات دلايل ويل، چي نعوذبالله الله نسته. کله چي د کائناتو په پراخه او وسيع لړۍ کي ېې فکر وکړ، د کائناتو طبعي قوانين ېې مطالعه کړل، د حيواناتو دا پېچلی نظام ېې تر مشاهدې تېر کړ؛ نو پر دې ېې اعتراف وکړ، چي دا مخلوقات ضرور يو خالق لري، دا نړيوال پروفيسور له خپله دريځه واوښتی او ويې ويل: مخلوقات خپله ددې ښکاره ثبوت دی، چي خالق سته.
 
ده زياته کړه: کله چي موږ ته يو ثبوت پيدا سي موږ هغه قبلوو، دې ته نه ګورو، چي هغه زموږ د توقعاتو مطابق دی که يا؟ پروفيسور جيراډ، چي د علم الحشرات يو نړيوال پروفيسور دی، هم  دې پايلو ته ورسېدی، چي موږته د دې خبري هيڅ ثبوت نسته، چي دا ژوند دي د يوې بې روحه مادې څخه پيدا سوی وي، کله چي موږ د ژونديو موجوداتو دې پيچلي نظام ته وکتل دا پردې ښکاره ثبوت دی، چي ضرور يو خالق شتون لري. (تعلیم الاسلام مجله، ۱۶ ګڼه)
 
اسلام او ساینس
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته