تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا- د ماښام د لمانځه اخري وخت
 
  November 23, 2011
  0

سوال:د ماښام لمونځ کول تر څه وخته پوري روا دى او څه مهال قضا کيږي؟

د سوال کوونکي نوم: مطيع الله

ځواب: د ټولو آئمه و په آند د لمر لوېدلو څخه وروسته سمدستي د ماښـام د لمانځه وخت پیل کېږي ځکه چي عمر  رضي الله عنه  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه روایت کوي : إِذَا أَقْبَلَ اللَّيْلُ مِنْ هَا هُنَا وَأَدْبَرَ النَّهَارُ مِنْ هَا هُنَا وَغَرَبَتْ الشَّمْسُ فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ (بخاري ) وایي،چي تیاره د ختیځ پلو څخه را پورته سي او ورځ د لوېدیځ خوا څخه ټوله سي او لمر ډوب سي نو د روژې د ماتولو وخت پر روژاتي راغلئ یعني ماښام سو او همدا راز د ټولو آئمه و په آند د ماښام د لمانځه د پاره مستحب وخت دا دی چي د ماښام د وخت د داخليدلو څخه وروسته سمدستي د ماښام لمونځ اداء سي .

د ماښام د لمانځه اخري وخت د ټولو ائمه و په آند تر شفق پوري اوږ دېږي یعني تر هغه مهاله چي په غربي افق یعني لوېدیځ پلوکي شفق لیدل کېږي د ماښام لمونځ اداء کېږي البته د ګڼو ستورو د را ښکاره کېدلو تر وخته پوري بېله عذره لکه سفر او داسي نور د ماښام لمونځ ځنډول کراهیت لري .

دا چي شفق څه ته وايي ؟ او زموږ د امامانو په دې اړوند څه دریځونه دي مسئله په پوره تفصیل سره په مخکنۍ ( ٢٤) شماره سوال کي جواب سوه او هلته د ابوحنیفه  رحمة الله عليه رجوع او هم راجح قول ذکر سو، چي شفق و هغي سرې وړانګې ته وایې، چي د شپې په لومړۍ برخه کي د لوېديځ خوا ته ښکاري تر، څو چي دا سره وړانګه لوېدیځ پلو ته وي د ماښام د لمانځه وخت دئ چي دا سره وړانګه ورکه سي د ماخستن د لمانځه وخت پیلیږي .

د تعلیم الاسلام مجلې د دريمي ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته