تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شَرِکَةُ الوُجُوهِ :
 
  December 3, 2015
  0

شَرِکَةُ الوُجُوهِ

شَرِکَةُ الوُجُوهِ کټ مټ د شرکة الاموال په شان هم د مفاوضې په ډول او هم د عنان په ډول کېدلاى سي او شرائط يې هم ټوله د شرکة الاموال دي .
د شرکة الاموال او د شرکة الوجوه تر منځ فرق يوازي پدې کي دى ، چي په  شرکة الاموال کي شريکان په پيسو تجارت او کاروبار کوي او په شرکة الوجوه کي شريکان خپلي مايې نه لري بلکي په خپل اعتبار مالونه په پور رانيسي او بيا يې په څه اندازه ګټه په نقدو خرڅوي .

شرکة الوجوه که د مفاوضې په ډول وي نو د هغه د پاره د شريکانو د کفالت وړتيا هم شرط ده ځکه چي په مفاوضه کي شريکان يو د بل کفيل هم ګرځي  .
همدا ډول هر شى چي رانيسي هغه به نيمى پر يوه او نيمى به پر بل حسابيږي او هم د هغه شي ثمن او تاوان به نيمى د يوه پر ذمه او نيمى د بل پر ذمه باندي راځي .
بل شرط يې دا هم دى چي تړون به د مفاوضې په نامه مُنْعَقِد کيږي . 

د پورتنيو شرطونو څخه که يو شرط  پر ځاى نسي نو بيا هغه ته شرکة العنان وايي ، ځکه په  شرکة العنان کي که په مُشتَرَا يعني رانيول سوي شي کي د يوه ونډه ډېره او د بل ونډه لږ وي هم صحيح کيږي .
شرکة الوجوه که د عنان په ډول وي په شراکتي شي کي چي د هر شريک څونه ونډه وي تاوان يې هم هغونه پر هغه راځي .

مثال : که زيد او بکر تر منځ اعتباري تړون پدې ډول وکړي چي هر شى چي دوى يې د شراکت د پاره رانيسي د هغه شپېته فيصده د زيد او څلوېښت فيصده يې د بکر ده .
نو هر شى چي د شراکت د پاره رانيسي د هغه  قيمت او تاوان شپېته فيصده پر زيد او څلوېښت فيصده يې د بکر پر ذمه باندي راځي .

د شَرِکَةُ الوُجُوهِ تړون که مطلق وکړل سي يعني په تړون کي د عنان او مفاوضې يادونه و نه کړي د هغه څخه شرکة العنان مراد اخيستل کيږي .



مخکنۍ لیکنه: شرکة العقود یا تړوني شراکت

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته