تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپل دین وساتئ !
  تعلیم الاسلام
  October 15, 2017
  0

رالېږونکی: عبدالقدیر پوپل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-12-14 


د الله تعلی د رسول صلی الله عليه وسلم څخه چا پوشتنه وکړه چي څوک ښه مسلمان دی، د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل: هغه  چي د ژبي او لاس څخه یې  بل مسلمان په امان وي. (بخاری) 

په ننۍ نړۍ کي دخلکو برداشت د یو بل په واړندي لږ شوی او ډېر لږ د یوبل سره په ورین  تندي خبري کوي خصوصاً ټولنيزو پاڼو باندي لکه  فیس بک  ، ټویټر وغیره...

کیداي شي تاسو هم لیدلي وي چي ځیني ملګري قومي، ژبني، مذهبي او سیاسي  پاڼي  لري چي نه یوازي کومه خاصه فایده نلري بلکي د نفاق لامل  کیږي.  په داسي حالاتو کي تر ټولو اړینه دا ده چي د خپل دین او ژبي ساتنه وکړو، ډېره اسانه ده  چي پر فیس بک باندي د چا پر پوسټ باندي په قهر شو او څه ولیکو خو ګړی ورسته چي ارام سو  پوه به شو چي نه یوازي مو خوږ ملګری د لاسه ورکړی بلکي نا مناسبو الفاظو مو نور ملګري هم خوږ کړي.

نه یوازي چي ملګری به مو خپه کړی وي د شر بنسټ به مو هم ایښي وي، هر څوک چي ستاسو بده لیکنه ګوري او شریکه وي يې تاسو به په ګناهګاره کیږئ.


فکر وکړئ د یوې لحظې قهر  په خاطر ولي خپل آخرت خراب کړو؟

په همدې باب دالله جل جلاله رسول صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
غښتلی هغه ندی چي بل را وغورځوي  بلکي غښتلی هغه دی چي د غصې په حال کي خپل ځان کنترول کړي. (صحيح بخاری و مسلم)

الله پاک دي موږ ټول د هغو دجملې کړي چي خپل ګفتار او اعمال د سنت او قران مطابق کړوو.
امین. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته